د سولې په چارو کې د دولت وزير د نورزيو د سرتاسري شورا له رهبري پلاوي او ځينو غړو سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادری د نورزيو د سرتاسري شورا له رهبري پلاوي او ځينو غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د سولې پروسې د وروستيو پرمختگونو او بدلونونو په تړاو خبرې وشوې.
د نورزيو د سرتاسري شورا رهبري پلاوي وويل چې شورا يې په ۱۸ ولايتونو کې فعال دفترونه او په ۲۸ ولايتونو کې فعال غړي لري چې ټول په يوه خوله د سولې پروسې، جمهوريت او تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو دفاع ته چمتووالی لري.
دوی تلپاتې او باعزته سولې ته د رسېدو لپاره د شورا نظريات او وړانديزونه هم د سولې په چارو کې د دولت له وزير سره شريک کړل.
ښاغلي نادری د نورزيو د سرتاسري شورا نظريات او وړانديزونه مهم وبلل او ژمنه يې وکړه چې ټول به په پوره امانتدارۍ سره د ملي مصالحې عالي شورا او د افغانستان د اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي ته وسپاري.
د سولې په چارو کې د دولت وزير د تېرو لاسته راوړنو، جمهوريت او سولې پروسې ملاتړ د ټولو افغانانو مسئوليت وباله او د نورزیو د سرتاسري شورا له غړو يې مننه وکړه چې د ياد مسئوليت ترسره کولو ته ژمن دي.
