د SMP/1400/NCB/G-08 تشخیصیې نمبر لرونکې ۲۴ قلمه ترکارۍ او مېوه‌جاتو د تدارک پروژه

a.zia
smp

Publish Date

Closing Date

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په شرایطو له برابرو ټولو داوطلبانو غواړي چې د ۲۴ قلمه ترکارۍ او مېوه‌جاتو د تدارک په پروژه کې د ګډون لپاره اړونده شرطنامه په فلش یا له www.npa.gov.af وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه په شرطنامه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې مطابق چمتو او په سر بسته ډول د نشر د اعلان له نېټې وروسته د 10/09/1399 له غرمې وروسته تر ۲:۰۰ بجو پورې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

پته: ملالۍ واټ، شهرنو، د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ سړک.

ناوخته را رسېدلي یا انټرنېټي آفرونه نه منل کېږي

د آفر تضمین د بانک ګرنټۍ په بڼه دی چې مبلغ یې (350000) درې لکه او پنځوس زره افغانۍ دی او د آفر پرانیستې جلسه د 10/09/1399 نېټې له غرمې وروسته په ۲:۰۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په درېیم پوړ د غونډو په تالار کې جوړیږي.

د اړیکې شمېره: 0703307000