«په پروژو کې د بودیجې د ترتیب څرنګوالی» ورکشاپ جوړ شو

«په پروژو کې د بودیجې د ترتیب څرنګوالی» ورکشاپ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو ریاست د وړتیاوو لوړولو او اداري پراختیا د آمریت له لوري د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مالي چارو د سلاکار غلامعلي فګارزاده په همکارۍ جوړ شو.
په پروژو کې د بودیجې د ترتیب د څرنګوالي دوهورځنی ورکشاپ د ښوونیزې اړتیا ارزونې پر بنسټ او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د اړوندو واحدونو د څلور دېرشو کارکوونکو لپاره د بشري سرچینو ریاست د پلان شویو پروګرامونو د لړۍ د یوې برخې په توګه جوړ شو.
یاد شوي پروګرامونه د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کارکوونکو د مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره جوړېږي.
د یاد پروګرام ګډونوالو د وړتیاوو لوړولو پروګرامونه د خپلو مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره کلکه اړتیا وبلله او د دغسې پروګرامونو پر جوړېدو یې خوښي څرګنده کړه.
د دغه دوهورځني پروګرام په پای کې ګډونوالو ته شهادتنامې هم ورکړل شوې.