د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو سره وکتل
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د دغه وزارت له ښځینه کارکوونکو سره په لیدنه کې وویل چې د سولې بهیر حساس او ارزښتناک دی او د سولې د چارو مخته وړلو لپاره په دغه وزارت کې د ښځو حضور او په دغه حساس پړاو کې سولې ته د رسېدو او د ارزښتونو د ساتلو لپاره د دوی کار او هڅې با اهمیته او د مننې وړ دي.
دې په دغه وزارت کې د ښځو حضور د سولې بهیر ته د ښځو ژمنتیا یاده کړه. ډاکتر عالمې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځینه کارکوونکو پر وړتيا لوړولو په ټینګار سره وویل چې ټاکل شوې ده په اړتیا وړ برخو کې د کارکوونکو د وړتیا لوړولو لپاره پروګرامونه جوړ شي.
د وزارت ښځینه کارکوونکو هم په دغه ناسته کې خپلې ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په تخنیکي برخو په ځانګړې توګه د سولې او شخړو د حل په برخو کې د وړتیا لوړول، د کاري آسانتیاوو ښه کول او په مدیریتي بستونو کې د ښځو ګومارل هغه موارد وو چې د ګډونوالو لهخوا وړاندیز شول.
د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو مرستیالې د نظرونو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې په دغه وزارت کې د ښځینه کارکوونکو د ستونزو د حل په برخه کې به کار کوي.
له بلې خوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري سرچینو رئیس بسمالله ساعد د یو شمېر هغو مواردو په اړه چې په دغه ناسته کې اشاره ورته وشوه معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د ښځو پر ستونزو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې چارو د معینیت د ژمنو بیاځلي یادونه وکړه.
