د SMP/1399/NCB/G-18 لرونکې د ۶۹ قلمه معلوماتۍ ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک پروژه

Publish Date
Closing Date
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په شرایطو له ټولو برابرو داوطلبانو غواړي چې د ۶۹ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ اړوندو وسایلو د تدارک په پروژه کې ګډون وکړي او د اړوندې شرطنامې نقل په فلش یا د وېبپاڼې له لارې له www.npa.gov.af څخه ترلاسه کړي او د شرطنامې د مندرجو شرایطو له مخې خپل سربسته آفرونه د اعلان له نېټې د ۱۲/۰۶/۱۳۹۹ له غرمې مخکې تر ۱۰:۰۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
پته: د سولې په چارو کې د دولت وزارت، ملالۍ واټ، شهر نو، د کورنیو چارو د پخواني وزارت سړک
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه نه منل کېږي.
د آفر تضمین د بانک ګرنټۍ په ډول دی چې کچه یې (۳۶۰.۰۰۰) درې لکه او شپېته زره افغانۍ ده او د آفر پرانیستې جلسه په ۱۲/۰۶/۱۳۹۹ نېټه له غرمې مخکې په ۱۰:۰۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په درېیم پوړ کې د ناستو په تالار کې جوړېږي.