د ځوانانو له همکارۍ پرته د سولې په بهیر کې بریا ناشونې ده

a.zia
Thu, Jul 09 2020 2:26 PM
smp

د بلخ ولایت د مدني ټولنې یو شمېر غړو په یوه آنلاین ناسته کې خپل لیدلوري او نظرونه د مذاکره‌کوونکي ټیم له غړو حبیبې سرابي، شریفې زرمتۍ وردګ او خالد نور سره شریک کړل.

د دغې مشورتي ناستې په پیل کې د مذاکره‌کوونکي ټیم غړې حبیبې سرابي د کړو کارونو او بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د شوو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل.

مېرمن سرابي وویل مذاکره‌کوونکی ټیم د ځوانانو همکارۍ او ملاتړ ته اړتیا لري ځکه په یوازې ځان او د ځوانانو له همکارۍ پرته د سولې په بهیر کې بریا ناشونې ده.

ورپسې د ناستې ګډونوالو له مذاکره‌کوونکي ټيم سره د سولې بهیر په اړه خپل وړاندیزونه، پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې.

دغو مدني فعالانو له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي ټیم د مشورتي ناستو په هرکلي سره د هېواد په کچه د لویو خبرو اترو د جوړولو غوښتنه وکړه.

هغوی د سولې په بهیر کې د ټولنې د ټولو پاړکو حضور اړین وباله او ویې ویل چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه ځوانان به د سولې په مذاکراتو کې د مذاکره‌کوونکي ټیم ترڅنګ وي.

د څو کلنو لاسته‌راوړنو، جمهوري نظام او اساسي قانون ساتنه، په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو مشارکت او حضور هغه موارد وو چې د مدني ټولنې استازو پرې ټینګار کاوه.

شریفې زرمتۍ وردګ د مدني ټولنې د بنسټونو د استازو او ځوانانو له حضور څخه د مننې په څرګندولو سره وویل چې حکومت او مذاکره‌کوونکی ټیم د سولې بهیر د مخته‌وړلو لپاره پیاوړې ژمنتیا او اراده لري او د دغه بهیر د لا ښه‌والي لپاره د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې جوړې شوې دي. دې همدا راز وویل چې دا ناستې به په دوامداره توګه روانې وي.

خالد نور وویل چې له متفاوتو لیدلورو سره سره حکومت، مذاکره‌کوونکی ټیم، سیاسیون او خلک په ملي اصولو او ارزښتونو هوکړه لري او د دغو اصولو د ساتلو لپاره به په جدي توګه کار وکړي.

حبیبې سرابي د مدني ټولنې استازي د سولې سفیران وبلل او ویې ویل اړتیا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه د مذاکره‌کوونکي ټیم او خلکو ترمنځ د اړیکې په جوړولو کې مرسته وکړي.

مېرمن سرابي وویل چې مذاکره‌کوونکی ټیم په داسې مېکانېزم کار کوي چې د سولې بهیر په بېلابېلو پړاوونو کې یې له مخې له ټولو پاړکو سره همغږي او مشوره وشي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستراتيژيکو اړیکو عمومي رئیسې ناجیې انوري هم د بېلابېلو پاړکو د نظرونو راټولولو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو په ورکړې سره وویل چې د دغه وزارت یو اصلي مسؤولیت د سولې په بهیر کې د خلکو د مشارکت ډاډمنول دي او وزارت په پام کې لري په ولایتونو کې هم مشورتي ناستې جوړې کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلاجعفري د وزارت او مدني ټولنې د بنسټونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل هڅه دا ده چې د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همکارۍ کې د بېلابېلو پاړکو د نظر په راټولولو سره د سولې لپاره کار وکړي.

دغه ناسته د مذاکراتي ټیم د مشورتي ناستو په لړ کې د بلخ ولایت د یوولسو مدني بنسټونو د استازو په حضور کې په آنلاین توګه جوړه شوه.

داوطلبۍ

Wed, Aug 11 2021 12:07 PM
Background image

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری‌ کمیته‌سی نینگ ییغیلیشی بولیب اوتدی 

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری کمیته‌سی‌نینگ ییغیلیشی یولگه قوییلیب، اونده مذکور کمیته‌ طرزالعمل‌نینگ لایحه‌سی خصوصیده فکر المشتیریلدی.
تینچ‌لیک بوییچه دولت وزیرلیگی‌نینگ. . .

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ تینچلیک سیاستی بوییچه اساسی بیاناتی نی اعلان قیلدی

تینچلیک سیاستی بوییچه عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ اساسی بیاناتی تینچلیک ایشلری بوییچه دولت وزیرلیگی نینگ مدنی جماعه و انسان حقلری ایشلری معینی و باشقروچی سی داکتر عالمه و اوشبو گروه. . .

Mon, Apr 05 2021 2:11 PM
Background image

افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی بیلن صلح دولت وزراتی وزیری نینگ اوچره شووی

افغانستان اسلامی جمهوریتی مذاکره قیلووچی هییت مذاکره سی عضوی و صلح دولت وزراتی وزیری سید سعادت منصور نادری، افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر سازمانی باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی خانم. . .

BACK TO NEWS