د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ له مشورتي ډلې سره د مذاکره کوونکي ټیم د غړو مشورتي ناسته

a.zia
Thu, Jun 18 2020 9:58 AM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د پروګرامونو په تالار کې «د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې» له غړو سره د هغوی د نظرونو او اندېښنو اورېدو لپاره د مذاکره کوونکي ټیم مشورتي ناسته وشوه.

لومړی د مذاکره کوونکي ټیم غړې شریقې زرمتۍ وردګ د سولې بهیر د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې مذاکره کوونکي ټیم د جوړېدو له وخته تر اوسه له بېلابېلو پاړکو سره مشورتي ناستې کړې دي او دغه لیدنې به همدا ډول دوام ولري.

دې د یادې ډلې غړو ته په خطاب کې وویل چې تاسو به د یوه ځواک په ډول زموږ په څنګ کې وئ او که اړتیا شي له تاسو سره به مشوره کېږي.

بل پلو د مذاکره کوونکي ټیم غړې فوزیې کوفي د مذاکراتو د اجنډا په اړه د ځینو اندېښنو په ځواب کې وویل چې د مذاکرې د اساسي کرښو لومړنۍ نسخه برابره شوې ده او په څو ناستو کې بحث پرې شوی.

دې د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې او حضور په اړه د مذاکره کوونکي ټیم پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې که ښځې نه وي نو پر بله هېڅ موضوع به هوکړه ونه‌شي.

په دوام یې د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې غړو د مذاکره کوونکي ټیم له غړو سره خپل نظرونه، وړاندیزونه او پوښتنې شریکې کړې.

هغوی د اساسي قانون او جمهوري نظام پر ساتنه ټینګار وکړ او ویې ویل چې لنډمهالی حکومت د منلو نه دی. همدارنګه د ښځو اړوند هغه قوانین او کنوانسیونونه یې یاد کړل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت منلي دي او ویې ویل چې طالبان یې هم باید منلو ته ژمن شي.

بل پلو هغوی غوښتنه وکړه چې د مذاکرې د لوریو د ژمنو پر اجرا د څار لپاره باید میکانیزمونه جوړ شي او همدارنګه د مذاکراتو له جریانه له رسنیو او خلکو سره معلومات شریک شي.

د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ ډلې غړو د سیمه‌ييزې اجماع او ملاتړ اهمیت ته په اشارې سره وویل چې د سولې په خبرو کې مثبتې پایلې ته رسېدل له سیمه‌ييزې اجماع پرته شوني نه دي.

دوی وویل چې د خبرو په لومړنۍ دوره کې باید د اوربند موضوع لومړیتوب وي.

د دې ناستې په پای کې فوزیې کوفي د سولې په پالیسۍ جوړونه کې د ښځو د واحد غږ مشورتي ډلې د غړو له حضور څخه مننه وکړه او ویې ویل، په هغو لیدنو سره چې ټیم په تېرو دوو میاشتو کې له بېلابېلو پاړکو سره کړې دي؛ ټولې اندېښنې، پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه په اساسي کرښو کې ځای پر ځای شوي دي.

دې د دغو اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې سوله باید ټولنیز او سیاسي اړخونه راونغاړي او ټول سیاسي او مدني بنسټونه رول پکې ولري.

داوطلبۍ

Wed, Aug 11 2021 12:07 PM
Background image

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری‌ کمیته‌سی نینگ ییغیلیشی بولیب اوتدی 

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری کمیته‌سی‌نینگ ییغیلیشی یولگه قوییلیب، اونده مذکور کمیته‌ طرزالعمل‌نینگ لایحه‌سی خصوصیده فکر المشتیریلدی.
تینچ‌لیک بوییچه دولت وزیرلیگی‌نینگ. . .

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ تینچلیک سیاستی بوییچه اساسی بیاناتی نی اعلان قیلدی

تینچلیک سیاستی بوییچه عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ اساسی بیاناتی تینچلیک ایشلری بوییچه دولت وزیرلیگی نینگ مدنی جماعه و انسان حقلری ایشلری معینی و باشقروچی سی داکتر عالمه و اوشبو گروه. . .

Mon, Apr 05 2021 2:11 PM
Background image

افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی بیلن صلح دولت وزراتی وزیری نینگ اوچره شووی

افغانستان اسلامی جمهوریتی مذاکره قیلووچی هییت مذاکره سی عضوی و صلح دولت وزراتی وزیری سید سعادت منصور نادری، افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر سازمانی باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی خانم. . .

BACK TO NEWS