د SMP/1399/NCB/G-02 تشخیصیې نمبر له مخې د بېلابېل ډوله نقلیه وسایطو د ۲۶۷۴ قلمه پرزو د تدارک اعلان
Publish Date
Closing Date
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په شرایطو له برابرو ټولو داوطلبانو غواړي چې د بېلابېل ډوله نقلیه وسایطو ۲۶۷۴ قلمه پرزو د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او اړونده شرطنامه په فلش کې واخلي یا یې له (www.npa.gov.af) وېبپاڼې څخه ترلاسه کړي، خپل آفرونه په شرطنامه کې د مندرجو شرایطو او د تدارکاتو قانون او کړنلارې له مخې په بسته ډول د اعلان له نېټې د ۲۴/۰۳/۱۳۹۹ د غرمې له ۱۰:۰۰ بجو مخکې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د کابل د شهرنو په ملالۍ واټ کې دی.
ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه نه منل کېږي.
د آفر تضمین د بانکي ګرنټۍ په بڼه دی چې (۲۸۸۰۰۰) دوه لکه او اته اتیا زره افغانۍ کېږي او د آفر پرانیستلو جلسه د ۲۴/۰۳/۱۳۹۹ له غرمې مخکې په ۱۰:۰۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په درېیم پوړ کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۰۲۰۲۲۰۰۳۹