ټولنیزه سوله به د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو له ګډې همکارۍ پرته ناشونې وي

a.zia
Thu, Feb 13 2020 6:58 PM
smp

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې لیلا جعفري د نوي فکر د ټولنیزې شورا له رئیس او غړو سره په لیدنه کې وویل چې ټولنیزه سوله به د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو له ګډې همکارۍ پرته ناشونې وې.

په دې لیدنه کې د نوي فکر د ټولنیزې شورا رئیس محمد ابراهیم فدايي وویل چې دغه شورا د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، دا شورا چمتو ده چې په ټول کې هېواد کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ د سولې لپاره کار وکړي.

ښاغلي فدايي وویل چې د نوي فکر ټولنیزه شورا تل په دې هڅه کې ده چې د ټولنې د خلکو تر منځ ورورولي او ښې اړیکې جوړې کړي او په همدې دلیل په پام کې لري چې «د سولې او رغونې پسرلی» په نامه د فوټسال پسرلنی ټورنمنټ جوړ کړي.

لیلا جعفري د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ له امله د نوي فکر له ټولنیزې شورا څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د مدني ټولنې بسنټونه د نظام د مهمو جوړښتونو برخه ده او زیاته یې کړه چې د سراسري، عزتمنې او ټول‌شمولې سولې لپاره اړتیا ده چې پر ټولنیزه سوله کار وشي او دا به د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو له ګډې همکارۍ پرته شونې نه وي.

همدارنګه دې وویل چې سوله به تر هغه رانه‌شي تر څو خلک ځانونه د سولې د بهیر مالکان او ونډه‌وال ونه‌بولي.

د مدني ټولنې د بنسټونو د انسجام رئیسې د دولت او مدني ټولنې د بنسټونو تر منځ همغږي او انسجام مهم وبلل او ویې ویل: که د مدني ټولنې بنسټونه د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره په همکارۍ سولې ته کار وکړي، د سولې بهیر به لا ډېر ښه پر مخ لاړ شي.

همدارنګه آغلې جعفري د مدني ټولنې بنسټونه د دولت او خلکو تر منځ ارتباطي پلونه وبلل او ویې ویل: د مدني ټولنو هغه بنسټونه چې له ټولو خلکو سره په اړیکه کې دي، په هېواد کې د هر فرد غږ کېدای شي.

دې د نوي فکر د ټولنیزې شورا له رئیس او غړو وغوښتل چې د شورا د سولې اړوند پروګرامونه په دوامدار او ټول‌شمول ډول جوړ کړي تر څو اغېزناکتیا یې لا ډېره شي.

 

داوطلبۍ

Wed, Aug 11 2021 12:07 PM
Background image

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری‌ کمیته‌سی نینگ ییغیلیشی بولیب اوتدی 

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری کمیته‌سی‌نینگ ییغیلیشی یولگه قوییلیب، اونده مذکور کمیته‌ طرزالعمل‌نینگ لایحه‌سی خصوصیده فکر المشتیریلدی.
تینچ‌لیک بوییچه دولت وزیرلیگی‌نینگ. . .

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ تینچلیک سیاستی بوییچه اساسی بیاناتی نی اعلان قیلدی

تینچلیک سیاستی بوییچه عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ اساسی بیاناتی تینچلیک ایشلری بوییچه دولت وزیرلیگی نینگ مدنی جماعه و انسان حقلری ایشلری معینی و باشقروچی سی داکتر عالمه و اوشبو گروه. . .

Mon, Apr 05 2021 2:11 PM
Background image

افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی بیلن صلح دولت وزراتی وزیری نینگ اوچره شووی

افغانستان اسلامی جمهوریتی مذاکره قیلووچی هییت مذاکره سی عضوی و صلح دولت وزراتی وزیری سید سعادت منصور نادری، افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر سازمانی باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی خانم. . .

BACK TO NEWS