د سولې په چارو کې د دولت وزارت د لېږد وسایلو لپاره د دوه ډولو تېلو (ډيزل او پټرولو) او اته ډوله روغنیاتو د چمتو کولو او تدارک بیاځلي اعلان
Publish Date
Closing Date
د داوطلبۍ شمېره : SMP/1399/NCB/G-01
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د اړتیا وړ (ډیزلو، پټرولو او روغنیاتو) د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي. داوطلبان باید اړوندې شرطنامې د دغه وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه په فلش کې او یا له (https://smp.gov.af) وېبپاڼې څخه واخلي، خپل آفرونه باید په شرطنامه کې له راغلو شرایطو او د تدارکاتو له قانون او کړنلارې سره سم درج کړي او په پټ ډول یې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۱ ورځو پورې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د شهر نو په ملالۍ واټ کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې دی.
ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي ضمانت په ډول ۶۰۰۰۰۰ شپږ لکه افغانۍ دی او د آفر پرانیستنې غونډه تر غرمې وړاندې په ۱۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې جوړېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۸۹۰۹۵۹۱