د زابل له والي سره د جمهور رئیس د ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت د وزیر لیدنه
د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي د زابل له والي رحمت الله یارمل سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د وروستیو پېښو او سولې اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. د سولې په چارو کې د دولت وزیر د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره د ګډ کار لپاره د زابل ولایت د خلکو پر انسجام ټینګار وکړ.
د زابل والي ژمنه وکړه چې د دغه ولایت د خلکو د انسجام او د سولې بهیر د اسانولو لپاره د دوی د همکارۍ په برخه کې به د سولې په چارو کې د دولت له وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
