د اسماعیلیه قوم له استازو او د پوهنتون له استادانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستر سلاکار لیدنه
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د اسماعیلیه قوم له یو شمېر استازو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل.
د پوهنتون استاد هدایتالله طیب د سولې په بهیر کې د پوهنتون د استادانو او قومي مشرانو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا بهیر به د استادانو او قومي مشرانو په مشورو اغېزناک شي.
د پوهنتون استاد ضیاءالحق مسلم هم له ګاونډیو هېوادونو سره پر سوله ټينګار وکړ او ویې ویل چې د پوهنتون د استادانو او دیني علماوو نظرونه د سولې د راتلو لپاره وسیله کېدای شي.
همدارنګه د پوهنتون بل استاد عزیزالحمن احمدي د هېواد په کچه د یوې ملي اجماع جوړېدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اجماع باید د افغانستان له ټولو قومونو، د پوهنتون له استادانو، سیاسي بهیرونو او د مدني ټولنې له بنسټونو جوړه وي. ده وویل چې د سولې لپاره باید یو اوږدمهالی ستراتېژیک پلان جوړ شي. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د پوهنتون استادان د سولې ښه پیغام رسوونکي کېدای شي؛ له همدې امله اړتیا ده چې د پوهنتونونو محصلینو ته د استادانو په همغږۍ سره د پوهاوي پروګرامونه جوړ شي او د دغه بهیر په اړه معلومات ورکړل شي.
په بدخشان کې د پوهنتون استاد عبدالولي ارکاني هم د سولې په بهیر کې د علماوو د رول په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې افغانان په یوه فکري جګړه کې بند دي؛ اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي او د سولې لپاره ذهنیت جوړ شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ولسي چارو ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د پوهنتون له دغو استادانو او قومي مشرانو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه وزارت د خپلو چارو د سمبالښت لپاره د علمي مخکښانو ملاتړ او مشورو ته اړتیا لري. ده ټینګار وکړ چې د هر افغان هر نظر د سولې بهیر ته د دوی ژمنتیا ښيي.
همدارنګه ده وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له قومي مشرانو، دیني علماوو، د پوهنتون له استادانو او نورو پاړکو سره څو ناستې کړې دي او هڅه یې کړې چې دوی هم په دغه بهیر کې راښکېل کړي.
