د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د اړتیا وړ ۴۵ ډوله اعاشوي توکو د چمتو کولو او تدارک اعلان

a.zia
smp

Publish Date

Closing Date

Location کابل

د داوطلبۍ نمبر: SMP/1399/NCB/G-04,05,06,07,08 

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د (سولې په چارو کې د دولت وزارت د ۶۴۷ کارکوونکو او مېلمنو د سهار د چایو او غرمې د ډوډۍ د ۴۵ ډوله اعاشوي توکو) د تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې برخه واخلي چې ۵ بستې (لاتونه) په لاندې ډول پکې شامل دي:
۱. وچ توکي او حبوبات (۲۰) ډوله
۲. ترکاري او تازه مېوه (۲۱) ډوله
۳. د پسه غوښه او د سالنډ لپاره بسته چرګ (۲) ډوله؛
۴. مایع ګاز (۱۸۶۸۳) کیلو ګرامه؛
۵. ۲۳۰ګرامه وچې ډوډۍ (۹۸۳۳۲) دانې
داوطلبان باید اړوندې شرطنامې د دغه وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه په فلش کې او یا له (www.smp.gov.af) وېب‌پاڼې څخه واخلي، خپل آفرونه باید په شرطنامه کې له راغلو شرایطو او د تدارکاتو له کړنلارې سره سم درج کړي او په پټ ډول یې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۳۹۸ کال د مرغومي میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې د سې شنبې د ورځې تر ۱۰ بجو پورې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري چې د شهرنو په ملالۍ واټ کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې دی. ناوخته رارسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین د بانکي ضمانت په ډول په شرط‌پاڼه کې درج دی او د آفر پرانیستنې غونډه د سې شنبې په ورځ تر غرمې وړاندې په ۱۰ بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې جوړېږي.

 

ضمایم:

دانلود شرطنامه تدارک مواد خشک و حبوبات
دانلود شرطنامه تدارک گاز مایع
دانلود شرطنامه تدارک گوشت
دانلود شرطنامه تدارک میوه و ترکاری
دانلود شرطنامه تدارک نان خشک