د سولې په راتلو سره به د جرمونو او جنایتونو کچه ټيټه شي
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند په پلچرخي زندان کې په جوړ شوي فرهنګي، ادبي او هنري محفل کې سوله د هر افغان غوښتنه وبلله او ټينګار یې وکړ چې حکومت باعزته، پایداره او د نېکبختۍ سوله غواړي. ده زندان د زندانیانو د اصلاح او زدهکړې ځای وباله.
همدارنګه ښاغلي څرګند ټينګار وکړ چې د سواد د زدهکړې، مسلکي او حرفوي کورسونو او تخنیکي او ښوونیزو پروګرامونو جوړول د هېواد په زندانونو کې یو اړین کار دی.
ورپسې د پلچرخي زندان عمومي رئیس ملپاسوال اختر محمد نورزي له هغو زندانیانو مننه وکړه چې د زندان په جریان کې پر فرهنګي، هنري او ادبي چارو بوختېږي.
د پلچرخي زندان عمومي رئیس وویل چې سوله په هېواد کې د مېشتو قومونو د هوساینې او ګډ ژوند لپاره اړینه ده او ټینګار یې وکړ چې له شک پرته په هېواد کې به د سولې له ټينګښت سره د جرمونو او جنایتونو کچه ټيټه شي او په هېواد کې به د زندانیانو شمېر هم کم شي.
د دغه محفل په پای کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار زندانیانو ته د کمپیوټري پروګرامونو د زدهکړې لپاره لس کمپیوټرونه د پلچرخي زندان ریاست ته تسلیم کړل. همدارنګه ژمنه وشوه چې لس نور کمپیوټرونه به هم دوی ته ورکول کېږي.
د هېواد د زندانونو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره فرهنګي، ادبي او هنري محفل په پلچرخي زندان کې د دغه زندان د عمومي رئیس ملپاسوال اخترمحمد نورزي او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند په ملاتړ او نوښت جوړ شو چې لوړپوړو دولتي مسوولینو، د زندان رئیس او مدیرانو او زندانیانو ګډون پکې کړی و.
بل پلو د دغه زندان مسوولین وايي چې په زندانیانو کې د مطالعې د فرهنګ دودولو لپاره د کتابلوستنې د طرحې پر خاکه کار روان دی. د دغې خاکې پر بنسټ، هغه زندانیان چې لږ تر لږه ۱۰۰ پاڼيز کتاب ولولي او ۱۰ دقیقې یې په اړه خبرې وکړي، شپږ ورځې زندان یې کمېږي.
