د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا د اهمیت پر کنفرانس ټینګار وشو
په کابل کې د اندونیزیا له سفیر سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ستر سلاکار په لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا د اهمیت پر کنفرانس ټینګار وشو.
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې دغه کنفرانس یو نېک اقدام دی او د دغو اړیکو پیاوړتیا کولی شي د سولې په پروسه کې د علماوو د رول موثریت زیات کړي.
په افغانستان کې د اندونیزیا سفیر عارفرحمان د سولې پروسه د افغانانو لپاره یوه ملي او له ارزښت ډکه پروسه وبلله او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د خپل هېواد د هر اړخیزې همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.
د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا کنفرانس د پنجشنبې په ورځ په کابل کې جوړ شو. ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې دغه کنفرانس د اندونیزیا په پلازمېینه جاکارتا کې هم ترسره شي.
