ډاکتر څرګند: علما کولی شي د سولې د بهیر په پیاوړتیا کې ارزښتناک رول ولري
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ستر سلاکار ډاکتر میرویس څرګند "د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا" تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې د سولې په پروسه کې د علماوو په رول ټینګار وکړ.
ښاغلي څرګند چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په استازیتوب یې خبرې کولې وویل، علما تل د خلکو لارښود وو او د سولې ملاتړ یې کړی دی. نوموړي د خلکو په اذهانو کې د سولې د بسیج او هڅونې په برخه کې د علماوو رول اغېزناک وباله او زیاته یې کړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په دې هڅه کې دی چې له علماوو سره په همغږۍ د سولې بهیر چټک کړي.
له بل لوري په کابل کې د اندونیزیا سفیر عارف رحمان د افغانستان او اندونیزیا د علماوو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د سولې په برخه کې یې د همکارۍ لپاره چمتووالی وښود.
د افغانستان د علماوو نهضت رئیس صلاح الدین هاشمي، د اسلامي امت یووالی په هېواد کې آرامۍ او سولې ته د رسېدو لاره وبلله او ویې ویل که یووالی ونه لرو هېڅکله به سولې ته ونه رسېږو. نوموړي همدا راز زیاته کړه چې سوله یوازې د افغانانو په اراده او هڅو راتللی شي.
د دغې ناستې بلې ویناوالې جمیلې افغان هم د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو پر پیاوړتیا د ټینګار ترڅنګ د سولې په پروسه کې د ښځو په ونډه خبرې وکړې. نوموړې وویل، د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې له په پام کې نیولو پرته به دا پروسه مثبته پایله ونه لري، ځکه ښځو تل په جګړه کې قرباني ورکړې او له همدې امله باید په دغه بهیر کې ونډه ورکړل شي.
"د افغانستان او اندونیزیا د علماوو د اړیکو د پیاوړتیا" ناسته د افغانستان د علماوو نهضت په نوښت په کابل کې جوړه شوې وه.
