د نقلیه وسایطو د دوه ډوله تېلو او انتيفریز اوبو د چمتو کولو او تدراک خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د دواطلبۍ شمېره: SMP-NCB-1398/G-02
د سولې په چارو کې د دولت وزارت په شرایطو برابرو داوطلبانو غواړي چې (د نقلیه وسایطو د ډیزلو، پټرولو او انتيفریز اوبو) د چمتو کولو او تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان دې اړونده شرطنامه د دغه وزارت له تدارکاتو ریاست څخه په چاپي بڼه یا فلش کې ترلاسه او یا یې د سولې وزارت له وېبپاڼې (www.smp.gov.af) څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونه دې په شرطنامه کې د مندرجو شرایطو له مخې چمتو او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې له مخې یې دې په بسته بڼه د اعلان له تاریخه د ۱۳۹۸ کال د لړم میاشتې تر اوومې نېټې د سهار تر ۱۰ بجو د شهر نو ملالۍ واټ ته مخامخ د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ودانۍ په دویم پوړ کې د تدارکاتو ریاست ته وسپاري. له ټاکل شوي وخت وروسته او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین ۹۰۰۰۰ افغانۍ دی چې د بانکي ضمانت یا په نغدي توګه د لړم په اوومه د سې شنبې په ورځ په یوولسو بجو د سولې په چارو کې د دولت وزارت په ودانۍ کې پرانیستل کېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۸۹۰۹۵۹۱