د سولې او شخړو د حل روزنیزې برنامې څلورم پړاو پیل شو
د سولې او شخړو د حل روزنیزې برنامې څلورم پړاوو د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست لخوا، د دغه وزارت په تالار کې د 25 تنو ګډونوالو په شتون کې پیل شو.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د عامه پوهاوي ریاست، د کمپاینونو مدیر فضل الله واصغ د برنامې په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل دا د ټولنیزې سولې په ځانګړي توګه داخلي سولې ښوونې لپاره په لاره اچول شوی دی.
هغه وویل چې سولې ته د رسیدو یوه لاره روزنه ده، نو په همدې دليل د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو لړ روزنیزې برنامې په پام کې نیولي دي.
د دې روزنېزې برنامې یو تن ښوونکی ، حمیدالله ناطق د سولې روزنې او د شخړو هوارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دغه برنامه کې به د سولې او شخړې د حل په برخه کې په یو لړ مفاهیمو او مهارتونو بحث وشي.
