د سولې لپاره د ښځو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

a.zia
Sun, Jul 04 2021 12:43 PM
SMP

د سولې لپاره د ښځو همغږي ډله، چې درېو نهادونو د ملي مصالحې عالي شورا ، مذاکراتي پلاوي، او د سولې په چارو کې د دولت وزارت لخوا جوړه شوې,د ښځو د حقونو څخه د دفاع کوونکو سازمانونو ، یوناما او د ملګرو ملتونو د ښځو سازمان (UN Women) سره خپله کاري غونډه ترسره کړه.
په پيل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستيالې ډاکټر عالمې وویل، دا ډله د ښځو د شل کلنو لاسته راوړنو د ساتنې او د سولې په پروسه کې د افغان میرمنو د قوي رول او پراخه ونډې اخیستنې لپاره جوړه شوې ده.
هغې همدارنګه وويل, چې نړيوالو تجربو څخه معلوميږي, چې د سولې په پروسو کې د ښځو ماناداره ګډون, ددې لامل شوې چې هېوادونه تلپاتې او بريالۍ سوله ترلاسه کړي.
زهره مطهر احمدزۍ د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې په دې ناسته کې وویل, چې د میرمنو شتون اهمیت ته په پام سره, دې شورا د میرمنو چارو پرمخ بیولو لپاره دوه کمیسیونونه جوړ کړي, چې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې د سولې د ترويج لپاره د منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه د لاس لاندې لري.
اغلې احمدزۍ وويل, چې جنګ د افغانستان له لری سيمو پيل شوې او اړتيا ده چې د جګړې او تاوتريخوالي رېښې په همدغو نقطو کې وچې شي.
له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره  د ملي مصالحې عالي شورا مرستیالې وویل, که څه هم د دې ځواکونو وتل د افغانستان خلک، په ځانګړي توګه میرمنې اندیښمنې کړي; مګر د افغانستان اسلامي جمهوریت به د عادلانه سولې لاسته راوړلو لپاره د هیڅ کومې هڅې څخه دريغ ونه کړي.
بیا د ملي مصالحې عالي شورا غړې فرخنده زهرا نادري په ملي پروسو کې د ښځو د ونډې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل, چې اوس موږ د سولې راوستو لپاره خپلو هڅو يووالي ته اړتیا لرو.
هغې له یوناما او نورو نړیوالو سازمانونو د سولې په پروسه کې د ښځو پراخه رول زمينې په رامنځته کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ملي مصالحې عالي شورا غړې ، نسرین اوریاخیل په نړیوالو همکارانو ، په ځانګړي توګه بهرنيو هېوادونو سفارتونو څخه وغوښتل چې د هیواد وضعیت خراب ښودولو او خپل کارکونکو بهر ته د لیږلو له امله د عامو خلکو افکار مغشوش نه کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیه کوفي اوسني وضعیت او تاوتریخوالي ته په اشارې سره وویل, چې په اوسني وضعیت کې نړیوال ملګري لکه یوناما او ملګري ملتونه بايد سولې په پروسه کې ميرمنو لپاره په عملي توګه د همکارۍ اقدام وکړي.
د یوناما سیاسي چارو رئیسې پايولینا تورما وویل:  اوس مهال يوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفترونو د فعاله ساتلو لپاره هڅه کوي. هغه دا هم وویل چې دغه سازمان د سیاسي او سیمه ایزې اجماع جوړولو لپاره کار کوي ترڅو د سیمې هیوادونه وکولی شي په ګډه په افغانستان کې د سولې او ثبات د رامینځته کولو لپاره يو نظره شي.
د یوناما سیاسي چارو مسؤلې وويل چې د ملګرو ملتونو ټولې اړونده ادارې د سولې خبرو ملاتړ کوي او غواړي چې دغه پروسه دوام ولري ، او زیاته یې کړه چې دا اداره د څارونکي په توګه کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ښکېلې خواوې د ښاریانو او ښځو حقونو ته ځای ورکړي.
د ملګرو ملتونو د ښځو ، سولې او امنیت برنامې مسؤلې ګیتا کوټي پرمبل وویل, چې دې موسسې د افغان میرمنو نظرونه راټول کړي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کړي ، او د دې سازمان ټول غړي په دې باور دي, چې نه یوازې د سولې پروسه بلکې د افغانستان ټولې ملي پروسې د ښځو شتون پرته بریالي نه وې.
په پاي کې ، د سولې په چارو کې د دولت وزارت کې د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت مرستیالې ډاکټر عالمې وویل, چې ټولې همکارې ادارې د ښځو شل کلنو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره ګډ لید لري. هغه په ​​ملي پروسو ، په ځانګړي توګه د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په پیاوړي او فعال شتون  ټينګاړ وکړ.

داوطلبۍ

Wed, Aug 11 2021 12:07 PM
Background image

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری‌ کمیته‌سی نینگ ییغیلیشی بولیب اوتدی 

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری کمیته‌سی‌نینگ ییغیلیشی یولگه قوییلیب، اونده مذکور کمیته‌ طرزالعمل‌نینگ لایحه‌سی خصوصیده فکر المشتیریلدی.
تینچ‌لیک بوییچه دولت وزیرلیگی‌نینگ. . .

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ تینچلیک سیاستی بوییچه اساسی بیاناتی نی اعلان قیلدی

تینچلیک سیاستی بوییچه عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ اساسی بیاناتی تینچلیک ایشلری بوییچه دولت وزیرلیگی نینگ مدنی جماعه و انسان حقلری ایشلری معینی و باشقروچی سی داکتر عالمه و اوشبو گروه. . .

Mon, Apr 05 2021 2:11 PM
Background image

افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی بیلن صلح دولت وزراتی وزیری نینگ اوچره شووی

افغانستان اسلامی جمهوریتی مذاکره قیلووچی هییت مذاکره سی عضوی و صلح دولت وزراتی وزیری سید سعادت منصور نادری، افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر سازمانی باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی خانم. . .

BACK TO NEWS