د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت سره د مدني ټولنو ، واوره او وايه ناسته ترسره شوه

a.zia
Mon, Jun 07 2021 11:34 AM
SMP

د سولې په چارو کې د دولت وزارت بشري حقونو او مدني ټولنو د چارو معنيت د مدني ټولنو د واوره او وایه ناسته، د دې معنيت کاري ستراتېژۍ په اړه نظرونو راټولو لپاره د المان (GIZ) نړيوالې همکارۍ سازمان په مالي مرسته ترسره شوه.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري په خپله پرانیستونکي وینا کې وویل، چې د تلپاتې سولې په تامين کې د سولې په پروسه کې د خلکو برخه اخیستنه، د سولې په چارو کې د دولت وزارت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی او په دې باور يو، چې د خلکو له ګډون پرته د دوامدارې سوله تامین به له مشکلاتو سره مخ وي.
هغه د سولې په تامین کې د مدني ټولنو بنسټونو د رول اهمیت  ته په ټینګار سره وویل، چې دا بنسټونه د خلکو او حکومت تر مینځ د   اړيکو د وصل نقطه ده؛ ځکه چې دوی د خلکو او حکومت تر منځ د نظرونو تبادلې ته زمینه برابروي او د حکومت له کړنو څخه څارنه کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزير وويل، چې د زیانمنو وګړو د حقوقو څخه دفاع، د ټولنې اتحاد او د سولې لپاره د مدني ټولنو بنسټونو تر منځ همغږي رامنځ ته کول او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره فشار راوړل؛ هغه څه دي چې د مدني ټولنو بنسټونه پکې کولای شي، رول ولوبوي.
هغه دا هم وویل، چې ناسم چلند او لفظي تاوتریخوالی چې د جلاوالي او نفرت سبب شوي او د ټولنیزې سولې لپاره يوه ننګونه ده؛ دا هم يو له مهمو مسايلو  څخه ده، چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت به  د مدني ټولنو په همکارۍ ورته رسيده ګي وکړي.
هغه د مدني ټولنو د بنسټونو اتحاد ته په اشارې سره وویل، چې د مدني ټولنې بنسټونو اتحاد، اتفاق او يوځای والی کولای شي، د سولې پروسې د بریا لامل شي.
د آلمان نړیوالې همکارۍ سازمان (OPAF) د پروژې مرستیال عبدالبصیر عتیق زي وویل، چې د افغانستان خلک د دوامداره نا امنۍ له امله هره ورځ قرباني ورکوي او اوس د خوښۍ ځای دی، چې د سولې موضوع له حاشيې څخه متن ته راغلې ده.
عتیق زي وویل، چې دغه سازمان د سولې په برخه کې د ظرفیتونو لوړولو او د سولې په پروسه کې د ښځو او مدني ټولنو د برخه اخیستنې په اړه به د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره همکاري وکړي.
د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستیالې ډاکټر عالمې، د دې معنيت د فعالیتونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پرمهال وويل، له هغه ځایه،  چې د خلکو او ډلو ترمنځ اړېکې د سولې د تأمين لپاره یوه مهمه مسله ده، نو د دې اړیکو پیاوړتیا لپاره د بشري حقونو او مدني ټولنو معنیت رامنځته شویدی.
هغې دا هم وويل، چې وزارت د خلکو د اړيکو د ايجاد لپاره د سولې لپاره له مدني ټولنو بنسټونو سره د همغږۍ او مشورتي بورډ،د سولې سياست جوړلو کې د ښځو واحد غږ ډله، د جنګ د قربانيانو ملي کميټه او د سياسي ګوندونو د تماس کميټه جوړه کړي ده.
ډاکټر عالمې وویل، چې د دې برنامې په پای کې به د سولې په چارو کې د دولت وزارت، بشري حقونو او مدني ټولنو د معنيت لپاره یوه ستراتېژې جوړه شي او د هغې لپاره به اجرایوي میکانیزمونه هم رامنځ ته شي.
هغې وویل، چې د سولې په پروسه کې د ښځو او جنډر حقونو ته درناوی ، د سولې بحث طرحه او د جګړې پایلې ، له اصلاحاتو وروسته سولې برنامو کې بشري حقونو ته درناوی ،تشکيلاتي او مدیریتي همغږي هغه ارزښتونه دي، چې په دغه تګلاره کې  به شامل شي.
د سولې څیړونکی ډاکټر ملک ستیز د غونډې هرکلی ترڅنګ وویل، چې د سولې په پروسه کې د مدني ټولنو بنسټونو ته ونډه ورکول، د سولې پروسې ته مشروعيت او تلپاتې سولې رامنځته کېدو ته زمينه برابروي؛ له بلې خوا د مدني ټولنو بنسټونو کولای شي د حکومت او خلکو تر منځ د پل په توګه عمل وکړي.
ښاغلي ستیز څرګنده کړه، چې د معنیت ستراتیژي به د مدني ټولنو بنسټونو، د بشري حقونو بنسټونو او سیاسي ګوندونو تر منځ د همغږۍ وسیله وي.
بيا په دري کاري ډلو کې د مدني ټولنو بیسټونو استازو د سولې په پروسه کې د مدني ټولنو رول، په دغه ليدلوري کې د مدني ټولنو ماموريت څرنګوالي او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د کار د کليدي برخو په اړه بحث او خبرې وکړې او ددغې کار پايله د مدني ټولنو د بنسټونو لخوا وړاندې شوه.
ملک ستيز وويل، د مدني ټولنو بنسټونو ګډ کار به له نورو جوړښتونو، اکاډميکو بنسټونو، رسنيو، همکارو بنسټونو او د سولې په چارو کې د دولت وزارت سره له مشورو وروسته نهايي شي.
د مدني ټولنو بنسټونو استازو د سولې ستراتېژۍ په جوړولو کې د مدني د ارزښتونو په اړه هم خبرې وکړې.
د بشري حقونو ارزښتونو، وګړو حقونو، اساسي قانون، د سولې په ټولو پروسو کې جنډر ته درناوی، د سولې په مذاکراتو کې او له مذاکراتو وروسته د ښځو رول او ځای، د سولې په پروسه کې د مدني ټولنو دريځ پياړي کول او د سولې وروسته مردم سازي، له ادارې فساد سره مبارزه، اسلامي ارزښتونه، ليوالتيا او زغم، د تعصب له منځه وړل او ګډون هغه مسايل و، چې د مدني ټولنو استازو د هغې په پام کې نيولو باندې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ډاکټر عالمې وويل، ددې سند چمتو کول به د سولې په برخه کې د معنيت د ستراتيژيک فعاليت لپاره مهم ګام وي.

داوطلبۍ

Wed, Aug 11 2021 12:07 PM
Background image

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری‌ کمیته‌سی نینگ ییغیلیشی بولیب اوتدی 

تینچ‌لیک تدقیقات‌لری اوچون اکادمیک نهادلری کمیته‌سی‌نینگ ییغیلیشی یولگه قوییلیب، اونده مذکور کمیته‌ طرزالعمل‌نینگ لایحه‌سی خصوصیده فکر المشتیریلدی.
تینچ‌لیک بوییچه دولت وزیرلیگی‌نینگ. . .

Tue, Aug 10 2021 11:04 AM
Background image

عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ تینچلیک سیاستی بوییچه اساسی بیاناتی نی اعلان قیلدی

تینچلیک سیاستی بوییچه عیاللر آوازی مصلحت گروهی نینگ اساسی بیاناتی تینچلیک ایشلری بوییچه دولت وزیرلیگی نینگ مدنی جماعه و انسان حقلری ایشلری معینی و باشقروچی سی داکتر عالمه و اوشبو گروه. . .

Mon, Apr 05 2021 2:11 PM
Background image

افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی بیلن صلح دولت وزراتی وزیری نینگ اوچره شووی

افغانستان اسلامی جمهوریتی مذاکره قیلووچی هییت مذاکره سی عضوی و صلح دولت وزراتی وزیری سید سعادت منصور نادری، افغانستان اوچون بیرلشگن ملتلر سازمانی باش کاتبی خاص نماینده سی معاونی خانم. . .

BACK TO NEWS