د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکې پلاوي ځينو غړو د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازې سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکې پلاوي یو شمیر غړو په دوحه کې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
په دې ناسته کې، دواړو خواوو د افغانستان د سولې مذاکراتو د بهير په هکله خبرې وکړې.
ښاغلي خلیلزاد د سولې دمذاکراتو د بهیر د ګړنديکولو لپاره د متحده ایالاتو د اقداماتو په هکله خبرې وکړي او یو ځل بیا یي د افغانستان له حکومت او خلکو سره د خپل هیواد پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.