د ښځو د حقونو له فعالانو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو مشورتي او معلوماتي ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي، حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ په یوه آنلاین ناسته کې ـ چې د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې وشوه ـ د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پیل کې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مذاکراتو په بهیر کې د را شریکېدو لپاره د ښځو انسجام مهم دی.
په دې لیدنه کې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي په کابل کې د حضور پر مهال د
د امریکا متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو لیدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړو د امریکا متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د پرلهپسې ملاتړ مننه وکړه. نوموړي د سولې له هوکړې وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو وویل چې د افغانستان خلک په هېواد کې د وروستیو دوو لسیزو لاستهراوړونو د ساتلو
د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو آنلاین ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني، فوزیې کوفي، حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ د ناټو له ملکي سفیر سټیفانو پونتیکورو، د پرېکنده ماموریت د قوماندانۍ له مرستیال تورنجنرال ګیلز هېل او د ناټو غړو ۱۵ هېوادونو له سفیرانو سره خبرې وکړې.
دغه ناسته چې د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۱۵مه نېټه په آنلاین توګه وشوه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي د سولې د مذاکراتو پیل د افغانستان د سولې په بهیر کې د عطف ټکی وباله او د مذاکراتو له بهیر څخه یې د اسلامي هېوادونو د علماوو ملاتړ د دغه بهیر د پرمختګ په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
په دغه ناسته کې د ناټو غړو
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي په دوحه کې د افغانستان په سفارت کې د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي او ورسره تخنیکي ټیم پر کابل پوهنتون د ترهګریز برید شهیدانو ته د دعا او د قرآنکریم د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ. دغه مراسم په دوحه کې د افغانستان سفارت جوړ کړي وو چې قطرمېشتو افغانانو هم ګډون پکې کړی و.
په دغو مراسمو کې چې یو شمېر قطرمېشتي افغانان هم پکې وو، په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي وویل: د علم پر حاصلوونکو ځوانانو برید د منلو نه دی. موږ ټول ځانونه د دغو شهیدانو له کورنیو سره په غم کې شریک بولو او دعا ورته کوو.
ده زیاته کړه، دا برید په داسې حال کې شوی چې په هېواد کې دننه او بېرون هر افغان، د سیمې هېوادونه، نړۍ او اسلامي ټولنې د
له شیخ یوسف القرضاوي سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو لیدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایتالله بلیغ او محمد ناطقي د اسلامي نړۍ له ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي سره وکتل. دوی د سولې، له امریکایانو سره د طالبانو د هوکړهلیک له لاسلیک وروسته د افغانستان د شرایطو او په جګړه د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې وکړې.
شیخ یوسف القرضاوي وویل چې اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده. د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي. شیخ القرضاوي د افغانستان لپاره د سولې هیله وکړه او د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې د اعلامیې په تائید او
په تېره اونۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي لیدنې
په تېره اونۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس او یو شمېر غړو د لیدنو په لړۍ کې د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي او په دوحه کې د کويټ له سفیر حفیظ محمد العجمي سره لیدنې وکړې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري، د مذاکرهکوونکي پلاوي له څلورو غړو او په دوحه کې د افغانستان له سفیر سره یوځای د قطر د ملي امنیت له سلاکار محمد بن احمد المسند سره وکتل.
په دې لیدنه
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړو د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې له رئیس سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړو نن چهارشنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې له رئیس سره وکتل.
د دغې ټولنې مشر ښاغلي احمد الریسوني افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د سولې مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، موږ غواړو چې افغانستان د نړۍ او اسلامي هېوادونو په کچه د یوې غوره بېلګې په توګه وګورو. نوموړي هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود او زیاته یې کړه چې د اسلامي علماوو نړيواله ټولنه په خپل ټول توان سره له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د افغانستان د سولې مذاکراتو پر روان بهیر رڼا واچوله او د
