یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۸:۵۰
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال سره وکتل

د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي نورو غړو محمد ناطقي، شریفې زرمتۍ وردګ او باتور دوستم د محمدیه علماوو سازمان له رئیس او د اندونیزیا د ولسمشر له پخواني مرستیال یوسف کالا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې د محمدیه علماوو سازمان رئیس وویل چې په یوه اسلامي ټولنه کې د تاوتریخوالي دوام د سولې بهیر تر پوښتنې لاندې راولي. همدا راز ده وویل، تمه کېږي چې دواړه مذاکره‌کوونکي لوري به د اوربند په کولو سره او د رغندو مذاکراتو له لارې سوله او امنیت تأمین کړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۹:۵۲
Background image

د مدني ټولنې د بنسټونو له استازو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ لومړۍ ناسته وشوه

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته په آنلاین ډول جوړه کړه. په دې ناسته کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي نورو غړو مولوي عطاءالله لودین، فاطمې ګیلاني، عبدالمتین بېک، محمد ناطقي او غلام‌فاروق مجروح، د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکو او د مدني ټولنې د بنسټونو استازو ګډون وکړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په معرفۍ کې وویل: ټاکل شوې د افغانستان

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

د جګړې ملکي قربانیانو د افغانستان اسلامي جمهوریت له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره خپلې پوښتنې او اندېښنې شریکې کړې

د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د مرستیال اسدالله سعادتي په حضور کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي نورو غړو مولوي عطاءالله لودین، حبیبې سرابي، فوزیې کوفي، باتور دوستم او شریفې زرمتۍ وردګ، د حکومتي ادارو چارواکو او د جګړې د ملکي قربانیانو په استازیتوب 49 کسانو ګډون کړی و.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۵ - ۹:۴۲
Background image

له مشرانو جرګې سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه

له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ په دوام، د مشرانو جرګې له غړو سره مشورتي ناسته وشوه چې د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار، لومړي نایب محمد علم ایزدیار، دویم نایب محمد اکبر ستانکزي، منشي صالح محمد لالاګل، د منشي نایب محمد فیصل سمیع او د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري ګډون پکې کړی و.

په دې ناسته کې د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار د سولې د بهیر او په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان په مهم پړاو کې دی او خلک مذاکراتو ته هیله‌من دي.

د مشرانو جرګې رئيس زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

له مشرانو جرګې سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه

له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ په دوام، د مشرانو جرګې له غړو سره مشورتي ناسته وشوه چې د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار، لومړي نایب محمد علم ایزدیار، دویم نایب محمد اکبر ستانکزي، منشي صالح محمد لالاګل، د منشي نایب محمد فیصل سمیع او د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري ګډون پکې کړی و.

په دې ناسته کې د مشرانو جرګې رئیس فضل‌هادي مسلمیار د سولې د بهیر او په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان په مهم پړاو کې دی او خلک مذاکراتو ته هیله‌من دي.

د مشرانو جرګې رئيس زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۵۶
Background image

د بدخشان ولایت له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته

د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ لومړنۍ ولایتي ناسته نن له بدخشان ولایت سره د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري وشوه.

په دې ناسته کې د بدخشان والي ذکریا سودا؛ د بدخشان د ولایتي شورا رئیس احمدبشیر صمیم؛ د عماوو شورا رئیس؛ د ښاریانو شورا رئیس؛ ځایي چارواکو او رئیسانو؛ علماوو، جهادي قومندانانو؛ د مدني ټولنې غړو؛ مشرانو، د ښځو د حقونو فعالانو، د بیان آزادۍ فعالین، د بدخشان ولات د ځوانانو، معلولینو، متشبثینو او بېلابېلو پاړکو استازو؛ د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي؛ د همغږۍ، پالیسۍ او ستراتيژۍ

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۹:۴۵
Background image

د بلخ ولایت له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه

د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو په دوام نن د ملي مصالې عالي شورا د مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم په ګډون د مذاکره‌کوونکي پلاوي او د بلخ ولایت د خلکو د بېلابېلو پاړکو تر منځ آنلاین ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري جوړه شوه.

د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د غونډې په پیل کې وویل چې د افغانستان خلک په حساس پړاو کې دي او د حل یوازنۍ لاره سوله ده. ده وویل چې بې قید و شرطه سوله د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده او هغه قیدونه او شرطونه چې خلکو مطرح کړي هغه اوربند او د شل کلنو لاسته‌راوړنو ساتنه، د جګړې د قربانیانو د حقونو دفاع او د

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۶:۴۴
Background image

د کندهار له خلکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي ناسته وشوه

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د مشورتي ناستو پر دوام د سولې په چارو کې د دولت وزارت له‌خوا د ولسي مشارکت او نظرونو د تبادلې په موخه د مذاکره‌کوونکي پلاوي او د کندهار د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره آنلاین مستقیمه ناسته وشوه.
په دغه ناسته کې د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکراتي پلاوي غړو مولوي عطا‌‌ءالله لودین، فاطمې ګیلاني، رسول طالب او شریفې زرمتۍ وردګ ګډون کړی و. 
د دغې ناستې کوربه‌توب د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو چارو د انسجام

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۶:۱۶
Background image

د ښځو د بېلابېلو پاړکو له استازو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو مشورتي ناسته وشوه

 د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي مشر او ښځینه غړو د ملي مصالحې عالي شورا، جمهوري ریاست، ملي امنیت شورا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د ښځينه غړو، په ملي شورا کې د خلکو د استازو او د کابینې د غړو په حضور کې د ښځو له بېلابېلو پاړکو سره وکتل.
د غونډې په پیل کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د هرکلي تر څنګ د دغې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د لومړي پړاو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د مذاکره‌کوونکي پلاوي

Pagination