دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۸:۴۸
Background image

د افغانستان د مدني ټولنې له مجتمع سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د رئیس او غړو ناسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع په ناسته کې په آنلاین ډول ګډون وکړ او د افغانستان د سولې بهیر په اړه یې خبرې وکړې.
د دغې ناستې په پیل کې د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي د افغانستان د جګړې او سولې پر بېلابېلو اړخونو خبرې وکړې او سوله یې یوه ملي او دیني اړتیا وبلله.
ښاغلي سعادتي وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت په مذاکره‌کوونکي پلاوي کې هر پاړکی په تېره دیني علما شامل دي. ده د افغانستان د سولې په بهیر کې د دیني علماوو رول ارزښتناک او اغېزناک وباله.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۵:۵۶
Background image

له بهر مېشتو افغانانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي آنلاین ناسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو له بهر مېشتو افغانانو سره په یوه آنلاین ناسته کې په ۱۳ اروپايي هېوادونو او امریکا کې له مېشتو افغانانو سره د افغانستان د سولې مذاکراتو بهیر په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د بهر مېشتو افغانانو مننه وکړه چې په دې ناسته کې یې ګډون کړی او ویې ویل چې په هېواد کې د روانې جګړې اصلي قربانیان افغانان دي.
ښاغلي ستانکزي د افغانانو تر منځ د اجماع پر ټينګښت او پیاوړتیا او د سولې او ټيکاو د ټينګښت لپاره د واحد غږ پر لرلو ټينګار وکړ. ده وویل چې افغانستان باید تېرو تیارو

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۹:۳۱
Background image

د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس او غړو د افغانو ښځو د سولې مجمع په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو «د افغانو ښځو د سولې مجمع» په ناسته کې ګډون او خبرې وکړې. په دې ناسته کې د ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې وه او په آنلاین ډول د ریکفیلر وروڼو بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي وویل، په افغانستان کې ټول نسلونه د خپل راتلونکي لپاره په هڅه کې دي او ډېرې لاسته‌راوړنې هم لري. ده زیاته کړه چې افغان ښځې هم باید له خپلو حقونو بې‌برخې او شا ته پاتې نه‌شي.
همدا راز ده وویل چې د ښځو رول نه یوازې د ښځو د حقونو په برخه کې، بلکې په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۳:۵۵
Background image

د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او ونډې په اړه په دوه‌ورځني سیمینار کې ګډون وکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي، فاطمې ګیلاني او شریفې زرمتۍ وردګ د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او ونډې په اړه په دوه‌ورځني آنلاین سیمینار کې ګډون او خبرې وکړې. دغه سیمینار «د شمالي اروپا د منځګړو ښځو شبکې» جوړ کړی و.
په کابل کې د ډنمارک سفیر میتي نوډسن په دغه سیمینار کې وویل: که څه هم په افغانستان کې تاوتریخوالي زور اخیستی، خو د سولې مذاکرات د دغه ناورین د حلولو لپاره یو مناسب فرصت دی. په دغه فرصت کې باید د ښځو پر رول، د ښځو د حضور پر اړتیا او په دغه بهیر کې د دوی د نړیوال ملاتړ پر څرنګوالي بحث وشي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي په دغه

جمعه ۱۳۹۹/۱۱/۱۷ - ۷:۵۹
Background image

د ۳۴ ولایتونو له استازو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو آنلاین ناسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د ۳۴ ولایتونو د ټولنیزو فعالانو او مدني بنسټونو له استازو سره «د بین‌الافغاني سولې مذاکراتو د بهیر لاسته‌راوړنې، ننګونې او اړتیاوې» په نامه په یوه مجازي بحث کې خبرې وکړې. دغه بحث د سولې لپاره د ښځو د مطالعاتو بنسټ جوړ کړی و.
په پیل کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په دوحه کې د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه وغږېد.
ده وویل چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته یې کړه چې د سولې په بهیر کې باید د ملي نهادونو

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۷:۴۹
Background image

کندهار مېشتو له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره خپل نظرونه شریک کړل

د کندهار اوسېدونکو د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو مولوي عطاءالله لودین او شریفې زرمتۍ وردګ سره «د سولې بحث» په ناسته کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
په دې ناسته کې ګډونوالو په 9 کاري ډلو کې پر بشري حقونو، تعلیم او تحصیل، د جنګیالیو پر بیا ادغام، حکومتولۍ، د بیان پر آزادۍ، د ښځو د حقونو خوندي کولو پر څرنګوالي، انتقالي عدالت، د جګړې قربانیانو ته پر پام او ډیموکراسۍ بحث وکړ، د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره شریکه کړه.
مولوي عطاءالله لودین د خلکو د ټولو خدمتونو د زېربنا په توګه د دیني او ملي ارزښتونو شتون مهم وباله او په ټولو برخو کې یې

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۷:۹
Background image

د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د رئیس او غړو ناسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د مذاکره‌کوونکي پلاوي یو شمېر غړو د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره آنلاین خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر بحث وشو.
په پیل کې ښاغلي ستانکزي له نړیوالې ټولنې په تېره د ناټو له غړو هېوادونو مننه وکړه چې د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ او د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کوي. ده وویل، د سولې مذاکراتو بهیر هغسې چټک مخ ته نه ځي چې باید وای او اړتیا ده چې د افغانانو د غوښتنې پر اساس اوربند وشي.
همدا راز د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د مذاکره‌کوونکي پلاوي د ښځینه غړو د فعال او بامعنا رول

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۵:۵۱
Background image

د ۱۶ ولایتونو د ښځو له استازو سره د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو ناسته

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو ډاکتر حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ په یوه آنلاین ناسته کې د افغانستان د ۱۶ ولایتونو د ښځو له استازو سره خبرې وکړې.
د دغې ناستې په پیل کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د دغه پلاوي د فعالیتونو او سولې مذاکراتو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې په دوام ګډونوالو د سولې بهیر په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
د سولې مذاکراتو پر مېز د طالبانو نه حضور، اوربند او تاوتریخوالی ختمېدل، د ښځو د وروستیو لاسته‌راوړنو او جمهوریت ساتل، بشري حقونه ساتل او د مذاکراتو په بهیر کې د ښځو ګډون هغه موارد وو چې په دې ناسته کې پرې بحث وشو.
د یادونې ده چې

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۲ - ۱۴:۱۶
Background image

د مذاکره‌کوونکي پلاوي د علماوو کمېټې د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایت‌الله بلیغ او محمد ناطقي نن په دوحه کې د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه ډاکتر احمد الریسوني او ډاکتر قره‌داغي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر په اړه بحث وکړ.
د مسلمانو علماوو د نړیوالې اتحادیې مشرتابه وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه دیني مشروعیت نه‌لري، له دې امله په‌کار ده چې د جګړې ختمولو ته سیاسي حل‌لاره ولټول شي. دوی زیاته کړه چې په اوسني وضعیت کې بیړنی اوربند شرعي واجب امر دی او د مذاکراتو لوري باید زر تر زره په دې اړه هوکړې ته ورسېږي.
همدا راز دوی د افغانستان

Pagination