یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۳ - ۸:۲۵
Background image

د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي او د افغان ميرمنو شبکې انلاين ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي جمهوريت مذاکره کوونکي پلاوي غړې شريفه زرمتۍ وردګ, د سولې په چارو کې د دولت وزارت سرپرستې او د بشري حقونو او مدني ټولنو معنيت د چارو مرستيالې او د افغان ميرمنو شبکې غړو په ګډون د نظرونو, پشنهادونو او سوالانو د شريکولو په موخه انلاين ناسته ترسره شوه.
په پيل کې ښاغلی عالمې د سولې مذاکراتو په اړه وويل, چې د طالبانو پلاوې ددې پرځای, چې مذاکراتو ته ادامه ورکړي او د سولې په لټه کې شي; خپل تاوتريخوالي ته يې دوام ورکړی. د افغانستان خلک او نړۍ دې نتيجې ته رسېدلی, چې طالبانو د هغه څه لپاره چې ژمنه کړې, ژمنتيا نه ده ښودلې. 
هغه د طالبانو لاس لاندې سيمو کې د ميرمنو وضعيت ننګونکی وبله او

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۰ - ۱۶:۴۲
Background image

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو, نن سهار د افغانستان سولې لپاره د امريکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ورسره پلاوي سره په دوحه کې وکتل. 
په دغه کتنه کې د سولې په پروسې او د هغې په مختلفو اړخونو او همدارنګه د افغانستان په سولې کې د سیمې هیوادونو په رول خبرې وشوې. 
همدارنګه د مذاکراتو  پروسې په ګړنديتوب او په اجنډا کې په مهمو مسايلو بحث او خبرې وشوې.

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي آسيا څانګې له عمومي رئيس سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي آسيا څانګې له عمومي رئيس هاکان تکين  سره په دوحه کې وکتل.
په دغه کتنه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو پر بهیر بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د سولې په پروسه کې د ترکیې د هڅو په ستاینې  سره، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي رئيس وویل، چې ترکیه د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لري او موږ د سولې په پروسه کې ددې هېواد د رغنده رول هرکلی کوو.
ښاغلي تکین وویل، چې موږ سولې ته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ يو او د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې پروسې ملاتړ

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۶:۳۴
Background image

د قطر د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د قطر د بهرنيو چارو وزارت د تروريزم سره د مبارزې, د شخړو د حل لپاره منځګړتوب په برخه کې ځانګړي استازي او د افغانستان د سولې لپاره د ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني سره په دوحه کې ددې وزارت په مقر کې وکتل.
په دغه کتنه کې، په دوحه کې د مذاکراتو پروسې ترڅنګ د مذاکراتو دریم پړاو پرمختګ باندې ټینګار وشو.
د افغانستان  اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي په مذاکراتو کې ګوښه کېدو او وخت ضایع کیدو څخه مخنیوي باندې په ټینګار سره وویل, چې د افغانستان اسلامي جمهوریت هراړخیزو مذاکراتو دوام او په مهمو مسايلو د بحث لپاره بشپړ

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۵:۵۹
Background image

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نيکلاسن سره په دوحه کې وکتل.

په دغه کتنه کې د سولې پروسې ، د وخت ضایع کیدو مخنیوي او د دوحې د سولې مذاکراتو ګړنديتوب او همدا راز په مذاکراتو کې د مهمو مسايلو په اړه بحث او خبرې وشوې.
توماس نیکلاسن يو ځل بيا د افغانستان د سولې له پروسې څخه د اروپایي ټولنی بشپړ ملاتړ اعلان کړ او د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د افغان حکومت د سولې هڅو او چمتووالي څخه یې هرکلی وکړ.
 د مذاکراتي پلاوي مشر دا هم وویل چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مقابل لوري سره د مهمو مسايلو په

دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۲:۲
Background image

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي سره د مذاکره کوونکي پلاوي رئیس او غړو کتنه

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او يو شمیر غړو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي دیبورا لاینز سره وکتل.
 په دغه کتنه کې د سولې روانو مذاکراتو په ګړندیتوب او د پام وړ پرمختګونو د ترلاسه کولو په اړه خبرې وشوې.
د مذاکراتي پلاوي رئيس, د افغانستان د سولې په پروسه کې د ملګرو ملتونو د رول د ستاينې ترڅنګ وویل, چې دا خبرې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. 
اغلې ديبورا لاینز بیا د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو د دومداره ملاتړ ډاډ ورکړ.

شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۵ - ۱۱:۴۴
Background image

د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال سره د مذاکره کوونکی پلاوي غړو کتنه!

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکراتي  پلاوي يو شمیر غړو د امنیت او مصئونیت په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیال، ژیل میشو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي، دیبورا لاینز سره په دوحه کې وکتل.
په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستيال د افغانستان د سولې له پروسې څخه د ملګرو ملتونو پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د مذاکراتي پلاوي غړو هم د ملګرو ملتونو له سازمان څخه د سولې مذاکراتو په پروسې کې د هغوی د رول له امله مننه وکړه.
د پلاوي غړو همدارنګه هیله څرګنده کړه، چې د خبرو په دې پړاو کې به پر مهمو او اساسي مسایلو خبرې وشي او هغه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۳ - ۷:۳۴
Background image

د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره وکتل.
په دغه کتنه کې د هېواد په سياسي حالاتو، د تاوتريخوالي پر زياتيدو، په سولې او اوربند بحث او خبرې وشوې.
د سولې مذاکره کوونکي پلاوي رئيس وويل، په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ مشروعيت نه لري. هغه وويل له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره، د سولې او امنيت رامنځته کول؛ د افغانستان د حکومت او خلکو د لومړيتوبونو څخه دي.
ښاغلي ستانکزي همدرانګه وويل، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتو لپاره بشپړ چمتوالی لری او له مقابل لوري هم غواړو، چې په دې برخه د

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۹:۳۲
Background image

د ترکیې نوي سفیر سره د سولې مذاکره‌کوونکي پلاوي رئيس کتنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په کابل کې د ترکیې نوي سفیر جيهاد ایرګین آی سره وکتل.
په دغه کتنه کې سولې مذارکراتو په پرمختګ بحث او خبرې وشوې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د ترکیې له دوامداره همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان د سولې په پروسه کې یې د دې هېواد د کړنو پر اهمیت هم خبرې وکړې.
ښاغلي جيهاد ارګين آی افغانستان د سولې پروسې څخه د ترکیې د ملاتړ په ټینګار سره وویل، چې هیواد یې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او چمتو دی، چې د سولې خبرو په پرمختګ کې فعاله رول ولوبوي، ترڅو دا مذاکرات د افغانانو لپاره د قناعت وړ پایلې

Pagination