د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د ملګرو ملتونو د سازمان، ترکیې او قطر له استازو سره وکتل

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي نورو غړو په یوه ګډه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي او د ترکیې او قطر هېوادونو له استازو سره په دوحه کې وکتل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه په ترکیه کې پر کېدونکې ناسته بحث وشو.
د ملګرو ملتونو، ترکیې او قطر استازو ټینګار وکړ چې د سولې د مذاکراتو بهیر باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ مخته لاړ شي او ویې ویل، د ترکیې ناسته د دې لپاره کېږي چې د مذاکراتو روان بهیر پیاوړی او چټک کړي او تمه کېږي چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی زر تر زره پای ته ورسېږي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي هم د سولې مذاکراتو د بهیر په برخه کې د نړیوالو هڅو مننه وکړه، د قطر د دولت همکاري او مېلمه‌پالنه یې په درنښت یاده کړه او د ترکیې د ناستې په اړه یې د مذاکره‌کوونکي پلاوي لیدلوري او نظرونه بیان کړل.
همدا راز ده وویل، هیله ده چې دغه ناسته بریالۍ شي، د سولې مذاکراتو د بهیر په چټکېدو سره په هېواد کې روان تاوتریخوالی ودرېږي او موږ داسې باثباته افغانستان ووینو چې ټول خلک یې د سولې له ګټو برخمن وي.