د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د هرات ولایت له علماوو او ښځو سره مشورتي ناسته وکړه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني او غلام فاروق مجروح د هرات ولایت له یو شمېر علماوو او ښځو سره په یوه آنلاین ناسته کې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې ګډونوالو د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه خپلې پوښتنې، غوښتنې او لیدلوري د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو سره شریک کړل.
ورپسې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو هم په دوحه کې د سولې مذاکراتو د روان بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د دواړو لورو د تماس ډلو تر منځ مذاکرات په دوامدار ډول روان دي او د سولې په بهیر کې د هغو همکارو هېوادونو نظرونه هم په دوامدار ډول ترلاسه کېږي چې په دوحه کې حضور لري.
دوی په روسیه او ترکیه کې د راتلونکو ناستو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، تمه کېږي چې د دغو ناستو پایلې به د مذاکراتو بهیر ته ګټه ورسوي.
همدا راز دوی د ټولنې د ټولو پاړکو او ښځو د غوښتنو د دفاع لپاره د یوه ټولي په توګه د دغه پلاوي د غړو پر جمعي هڅو خبرې وکړې او ویې ویل چې د مذاکراتو د پایلې په اړه به وروستۍ پرېکړه د افغانستان خلک وکړي او د خلکو د غوښتنې پوره کېدو لپاره به هېڅ هڅه هم ونه‌سپموي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو وویل چې اوربند او جګړه ختمول یو الهي حکم دی او د دواړو لورو د ارادې ښودلو او باور جوړولو لپاره اوربند اړین دی. دوی زیاته کړه چې خلک سوله او ثبات، د قانون حاکمیت، هوسا ژوند او د الهي احکامو تطبیق غواړي او باید د ملت ارادې ته درناوی وشي.