د سولې په بهیر کې به د ښځو د لا ډېرې ونډې لپاره هېڅ هڅه هم ونه‌سپمول شي

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي «د سولې مذاکراتو په بهیر کې د افغانستان د ښځو مقام» په نامه غونډه کې ګډون وکړ چې په هالنډ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت جوړه کړې وه.
آغلې کوفي د ښځو فعال او آګاهانه حضور او لوړ سیاسي لید وستایه، ویې ویل چې د وروستیو شلو کلونو لاسته‌راوړنې سیمبولیکې نه دي، بلکې د افغانستان خلک او په تېره ښځې پوره باور پرې لري.
دې وویل، نړیوالو تجربو ښودلې چې د سولې بهیرونه پېچلي دي او وخت غواړي. همدا راز زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي او وینو تویېدلو له دوامه ستړي دي او په دې تمه دي چې د مذاکراتو بهیر زر تر زره پایلې ته ورسېږي.
آغلې کوفي د هغو وروستیو اقداماتو او هڅو په اړه وغږېده چې په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه کېږي. دې وویل، مذاکره‌کوونکی پلاوی هڅه کوي چې د سولې مذاکرات په منطقي ډول مخته لاړ شي او تمه ده چې نړیوالې هڅې به اوسنی بهیر پیاوړی کړي او ملاتړ به یې وکړي تر څو په افغانستان کې دوامدارې او باثباته سولې ته ورسېږو.
دې وویل، د ښځو د حقونو موضوع به په مذاکراتو کې د بحث د اجنډا یوه جامع موضوع وي او زیاته یې کړه چې په دغه بهیر کې به د ښځو د لا ډېرې ونډې لپاره هېڅ هڅه هم ونه‌سپموو.
آغلې کوفي د سولې مذاکراتو په بهیر کې د افغانستان د خلکو پر رهبرۍ او مالکیت ټینګار وکړ، د مذاکراتو په بهیر کې او تر سولې وروسته یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول مهم او ارزښتناک وباله.