د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو رول په نامه غونډه کې ګډون وکړ

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي «د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو رول» په نامه غونډه کې ګډون وکړ چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه. دې د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او حضور پر اهمیت خبرې وکړې.
آغلې سرابي د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه د مذاکره‌کوونکي پلاوي د ټولو غړو فعال رول ته اشاره وکړه او ویې ویل، د ښځو د حقونو او آزادیو د ساتل کېدو لپاره د دوی واحد او لوړ غږ ډېر مهم دی.
دې په دولتي ادارو او په تېره د سولې په جوړښتونو کې د ښځو پر پراخ حضور ټینګار وکړ، د افغانستان له خلکو یې وغوښتل چې د خپلو غوښتنو خوندي کولو لپاره غږ پورته کړي.
آغلې سرابي وویل، د افغانستان د سولې لپاره د نړۍ ټول اقدامات باید په هېواد کې د سولې بهیر پیاوړی کړي. دې زیاته کړه چې د مذاکراتو په مخته‌تګ کې د مذاکرې کیفیت ډېره مهمه موضوع ده او باید د دغه بهیر د چټکتیا قرباني نه‌شي.