د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکي پلاوي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره وکتل

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس او یو شمېر غړو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په دوحه کې وکتل او خبرې یې وکړې.
په پیل کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د سولې مذاکراتو د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او په دغه بهیر کې یې د ملګرو ملتونو د بنسټيز رول یادونه وکړه.
ښاغلي ستانکزي وویل، اړتیا ده چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ملي او نړیواله اجماع وساتل شي او پياوړې شي او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان ګټور واقع کېدای شي.
ورپسې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه خبرې وکړې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره یې خپل نظرونه شریک کړل.
دیبورا لاینز د داخلي اجماع پر پياوړتیا او په دې برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان پر همکارۍ ټینګار وکړ. دې وویل چې دغه سازمان به د افغانستان د سولې بهیر په جریان کې منظم حضور ولري، تر څو له نږدې یې مشاهده کړي او له پرمختګ او چټکتیا څخه یې ډاډ ترلاسه کړي.
همدا راز آغلې لاینز د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د سیمه‌ييزې اجماع او دیپلوماسۍ د پیاوړي کولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دې وویل چې د سولې بهیر یو وخت‌نیوونکی بهیر دی او باید رامنځته شوی فرصت په سم ډول وکارول شي. همدا راز زیاته یې کړه چې زموږ اقدامات باید د سولې مذاکراتو اوسنی بهیر ټکنی نه‌کړي او یا یې باور زیانمن نه‌کړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د افغانستان د سولې بهیر د وروستیو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د نړیوالې ټولنې هڅې باید همغږې وي او په دغه بهیر کې باید دولت او د نظام جوړښتونو، اساسي قانون او د افغانستان خلکو ته درناوی وشي.
دې ټینګار وکړ چې دغه بهیر باید په شمېرلي او سم ډول مخته یوړل شي او د افغانستان خلک پر دغو پرمختګونو ډاډمن شي. دې وویل، د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې د ټولیزو اقداماتو پایله باید د افغانستان د خلکو له غوښتنې سره سمه وي، د افغانانو ګټې خوندي کړي او په دغه هېواد کې ثبات ټینګ کړي.
آغلې لاینز په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرښت اندېښمنوونکی وباله، پر اوربند یې ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې د افغانستان د سولې بهیر په ملاتړ کې د ملګرو ملتونو سازمان د هراړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.