«د بریتانیا د هزاره‌ګانو شورا» په ناسته کې د مذاکره‌‌کوونکي پلاوي د غړې حبیبې سرابي ګډون

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره کوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي «د بریتانیا د هزاره‌ګانو شورا» له‌خوا د مارچ اتمې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې چې د بشري حقونو او نړیوالو اړیکو په چارو کې د دولت د پخوانۍ وزیرې سیما ثمر په ګډون جوړه شوې وه برخه واخیسته او د سولې د مذاکراتو په بهیر کې یې د ښځو د رول او حضور او د هغوی د سیاسي مشارکت د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
مېرمن سرابي په دې ناسته کې وویل: د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د افغانستان د سولې مذاکرات روان دي او زه پر دې خوښه یم چې په دغو مذاکراتو کې د افغانستان د ښځو استازولي کوم، زه او همکاران به مې د ښځو د حقونو او لاسته‌راوړنو د ساتنې په موخه هېڅ هڅې ونه سپموو.
همدارنګه نوموړې وویل: له بده‌مرغه افغانان په وروستیو کې په هېواد کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له ډېروالي کړیږي او زموږ هڅې د سرتاسري اوربند او روانو تاوتریخوالو پر درېدو متمرکزې دي.
حبیبې سرابي د خپلو سیاسي فعالیتونو مسیر او هغو ستونزو ته چې په دغه لار ورسره مخ شوې ده په اشارې سره د سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي برخو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د ښځو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې ټولې ښځې باید د خپلو حقونو د ساتنې لپاره په ټول ځواک خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
دې همدا راز د قانون د پليتابه په برخه کې د ښځو د پراخ مشارکت په مهم بللو سره وویل چې ښځې باید رسا او واحد غږ ولري.
مېرمن سرابي د تصمیم نیونې په بېلابېلو کچو کې د ښځو حضور مهم او ارزښتناک وباله او د مسؤولیتونو د هر څه ښه پر مخ وړلو لپاره یې د اوسني عصر د یوې اړتیا په توګه د ښځو د وړتیاوو په لوړولو ټینګار وکړ.