د هرات ولایت اوسېدونکو او ځوانانو له مذاکره‌کوونکي پلاوي سره خپل نظرونه شریک کړل

a.zia

د هرات ولایت اوسېدونکو او ځوانانو «د سولې بحث» تر سرلیک لاندې ناسته کې د سولې بهیر په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو غلام فاروق مجروح او جنرال ایوب انصاري سره شریک کړل.  
په دغه ناسته کې ګډونوالو په 9 کاري ډلو کې د بشري حقونو، تعلیم او تحصیل، د جنګیالیو د بېرته ادغام، حکومتولۍ، د بیان آزادۍ، د ښځو او ماشومانو د حقونو، انتقالي عدالت، د جګړې او ولسواکۍ قربانیانو ته د رسېدنې پر موضوعاتو بحث او نظرونه تبادله کړل او د خپلو نظرونو او وړاندیزونو پایله یې د مذاکره‌کوونکي پلاوي له غړو سره شریکه کړه او خپلې پوښتنې يې مطرح کړې.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح د ښوونې او روزنې او بیان آزادۍ په برخه کې د اسلام دین ارشاداتو ته په اشارې سره وویل د افغانستان د وګړو د اساسي حقوقو تأمین په هېواد کې د روښانه راتلونکې متضمن دی او سترګې نه شي ترې پټېدای.
نوموړي د اساسي قانون، بشري حقونو او د لږکیو د حقونو د ساتنې په اړه وویل چې د افغانستان اساسي قانون د یوې ملي وثیقې حیثیت لري او د وګړو فردي او ټولنیزې آزادۍ او حقونه یې تضمین کړي او که یې د تعدیل اړتیا ولیدل شي، د تعدیل مېکانېزمونه په خپله په اساسي قانون کې په پام کې نیول شوي دي.
ښاغلي مجروح همدا راز وویل د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره‌کوونکی پلاوی هڅه کوي د تلپاتې او سرتاسري سولې لپاره سیاسي مشارکت ته په پام سره چې د افغانستان د روښانه سبا تضمین وکړي یوې پایلې ته ورسېږي او په هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.
د ناستې پر دوام د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي جنرال ایوب انصاري وویل چې پلاوي د جنګیالیو د بېرته ادغام، د قربانیانو او شهیدانو د حقونو د تأمین په برخه کې پر بېلابېلو مېکانېزمونو کار کړی دی.
ښاغلي انصاري زیاته کړه چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان اسلامي جمهوریت بنسټیزې ستنې دي او د دغو ځواکونو ساتنه او ملاتړ د سولې په خبرو اترو کې له مهمو مسایلو دي او په دې برخه کې يې په ځانګړې پاملرنې ټینګار وکړ.