د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د حضور په اړه جوړه شوې ناسته کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې فوزیې کوفي ګډون
په بروکسل کې د هاینرش بل بنسټ لهخوا «د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو حضور» تر سرلیک لاندې آنلاین ناسته کې چې د آلمان او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو د پارلمان غړو پکې حضور درلود د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي ګډون او خبرې وکړې.
مېرمن کوفي وویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې لومړنۍ قربانیانې ښځې دي چې د مخکېنیو تجربو پر بنسټ او د ښځو د حقونو د تأمین لپاره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې ګډون مهم او اساسي دی.
نوموړې د مذاکرهکوونکي پلاوي په جوړښت او د ملي مصالحې په عالي شورا کې د ښځو ګډون ته په اشارې سره وویل چې د سولې په ټولو جوړښتونو کې باید د ښځو ونډه په جدي توګه په پام کې ونیول شي.
مېرمن کوفي همدا راز د افغان مېرمنو د غږ یو کولو او د سولې له بهیره د نړیوالو همکارانو د ملاتړ د هڅو پر اهمیت په ټینګار سره د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکاریو مننه وکړه.
مېرمن فوزیې کوفي وویل د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي په جامع توګه د مذاکراتو په جریان کې د ښځو پر موضوع تمرکز لري او کار کوي. دې زیاته کړه مقابل لوری هم باید د افغانستان د نننۍ ټولنې واقعیتونه په ځانګړې توګه د ښځو رول درک کړي.
د ناستې پر دوام ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل چې ځواب ورته وویل شو.