د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني «د افغانستان د سولې بهیر شمولیت او رنګارنګي» په نامه ناسته کې ګډون وکړ
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني د افغانستان د سولې بهیر شمولیت او رنګارنګۍ په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ. دغه ناسته د افغانو ښځو د ښوونیز بنسټ (AWEC) او د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ (UN Women) په نوښت جوړه شوې وه.
د ناستې په پيل کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو په تېره د ځايي ښځو د فعالانه رول او سولې بنسټیزولو په برخه کې شوې څېړنه معرفي شوه چې دغو دوو بنسټونو ترتیب کړې وه.
آغلې ګیلاني په دې ناسته کې وویل چې د سولې بنسټیزولو اړوند درسونه او مطالعات د هېواد د موجود وضعیت او وړتیاوو د ښه درک لپاره ټولو ته روښانه دريڅه پرانیزي.
دې په کاري کمېټو کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو فعالیتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د ښځو د حقونو په اړوندو موضوعاتو کې د مذاکرهکوونکي پلاوي د نورو غړو رول هم اغېزناک او مهم دی.
آغلې ګیلاني د ستونزو په مقابل کې د ښځو درېدنه وستایله او په شخړو حلولو کې یې د تاریخ په اوږدو کې د افغانو ښځو تاریخي رول ته په اشارې سره وویل چې ښځې د تلپاتې سولې د ټینګښت او دوام لپاره د نرانو غوندې مهم رول لري.
فاطمې ګیلاني د سولې په بهیر او د افغانستان د ښځو په ملاتړ کې د اسلامي هېوادونو د ښځو فعال رول مهم وباله او ویې ویل: سوله د ښځو په فعال رول سره معنا پیدا کوي او باید د بشر او ښځو حقونه، د جګړې د قربانیانو او اقلیتونو حقونه ټولو ښکېلو غاړو ته د منلو وي او د سولې په بهیر کې وساتل شي. موږ به په دې برخه کې زړوره مبارزه او کار وکړو.
آغلې ګیلاني د هېواد او نړۍ په کچه له ښځو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د پراخو او دوامدارو اړیکو یادونه وکړه او د افغانستان د ښځو لپاره یې د نړیوالې ټولنې ملاتړ مهم او ارزښتناک وباله.
ورپسې ګډونوالو د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د رول او حضور په اړه خپلې پوښتنې او نظرونه څرګند کړل او د ناستې د پنل غړو یې ځوابونه ورکړل.