د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس او غړو د افغانو ښځو د سولې مجمع په آنلاین ناسته کې ګډون وکړ

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو «د افغانو ښځو د سولې مجمع» په ناسته کې ګډون او خبرې وکړې. په دې ناسته کې د ښځو د حقونو فعالانو برخه اخیستې وه او په آنلاین ډول د ریکفیلر وروڼو بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي وویل، په افغانستان کې ټول نسلونه د خپل راتلونکي لپاره په هڅه کې دي او ډېرې لاسته‌راوړنې هم لري. ده زیاته کړه چې افغان ښځې هم باید له خپلو حقونو بې‌برخې او شا ته پاتې نه‌شي.
همدا راز ده وویل چې د ښځو رول نه یوازې د ښځو د حقونو په برخه کې، بلکې په ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مهم دی او باید د ټولنې د نرینه‌وو تر څنګ په ټولو برخو کې خپل فعال حضور وساتي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د ښځو د رول پیاوړي کولو او حقونو ساتلو لپاره د اسلامي علماوو رول بنسټیز وباله او ویې ویل چې د سولې بهیر او ښځو د حقونو په اړه د نړیوالې ټولنې پیغام هم څرګند دی، اړتیا ده چې دغه پیغام لا نور منسجم او پیاوړی شي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فاطمې ګیلاني وویل، موږ د سولې مذاکراتو په بهیر کې د افغانستان د ښځو په استازولۍ هېڅکله ځان یوازې نه احساسوو، بلکې د ټولنې ارزښتونه او په اساسي قانون کې موجود هغه ارزښتونه د ښځو د حقونو ملاتړي دي چې د ټولو په تېره د اقلیتونو غږ یې تل پورته ساتلی.
همدا راز آغلې ګیلاني د افغانستان د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو په ملاتړ کې د اسلامي ټولنو د ښځو د غږ پر پیاوړي کولو او رول ټینګار وکړ.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي هم په بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو حقونو ته عدالت‌غوښتنه یوه مهمه مسئله وبلله او ویې ویل چې دا موضوع د افغانستان د سولې په بهیر کې ښځو ته ارزښتناکه او مهمه ده.
دې په عدالت‌غوښتنه کې د مدني ټولنې رول مهم وباله او ویې ویل چې په مناسب وخت کې مناسب پیغام او د ښځو د حقونو په دفاع کې پر وخت عدالت‌غوښتنه ډېره ارزښتناکه ده.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي وویل چې د سولې بهیر د افغانستان ښځو ته برخه‌لیک ټاکونکی دی او زیاته یې کړه چې د افغانستان ښځې په ټولنه کې د مثبت بدلون راوستلو لپاره د افغانستان د سولې بهیر ته ژمنې دي، باید په دغه بهیر کې برخه ولري او ښکېلې وي.
همدا راز دې وویل څومره چې سولې ته تږي یو، همغومره د ښځو مشارکت ته اړتیا ده. تر څو هغه سوله چې راځي، ښځې خپلو ټولو حقونو ته لاس‌رسی پکې ولرلی شي.