له مشرانو جرګې سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه
له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د لړۍ په دوام، د مشرانو جرګې له غړو سره مشورتي ناسته وشوه چې د مشرانو جرګې رئیس فضلهادي مسلمیار، لومړي نایب محمد علم ایزدیار، دویم نایب محمد اکبر ستانکزي، منشي صالح محمد لالاګل، د منشي نایب محمد فیصل سمیع او د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ اکبري ګډون پکې کړی و.
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې رئیس فضلهادي مسلمیار د سولې د بهیر او په دوحه کې د سولې د روانو مذاکراتو اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې افغانستان په مهم پړاو کې دی او خلک مذاکراتو ته هیلهمن دي.
د مشرانو جرګې رئيس زیاته کړه چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي ته درنه دنده ور پر غاړه ده او مشرانو جرګه د دوی ملاتړ کوي.
په دې ناسته کې د مشرانو جرګې غړو خپل نظرونه او وړاندیزونه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له مذاکرهکوونکي پلاوي سره شریک کړل.
دوی وویل چې هېواد ته د سولې راوستلو په لاره کې به ډېرې ننګونې وي، خو د یووالي ساتنه او واحد دریځ به د افغانستان خلک په دې لاره کې بریالي کړي.
د مشرانو جرګې غړو په وروستیو ورځو کې د جګړې شدت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې په څو کلنه جګړه کې د افغانستان د خلکو قرباني کېدو ټولو افغانانو ته د سولې اړتیا روښانه کړې ده.
همدارنګه دوی د افغانستان د سولې مذاکراتو او پر هغو د اغېز کوونکو عواملو په اړه پوښتنې وکړې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي، د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري، د مذاکرهکوونکي پلاوي نورو غړو مولوي عطاءالله لودین، شریفې زرمتۍ وردګ، غلامفاروق مجروح او ډاکتر رسول طالب ځوابونه ورکړل.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي په دې ناسته کې وویل چې دغه پلاوی د افغانستان د اسلامي جمهوریت اساسي دریځ په واحد ډول تمثیلوي. همدارنګه ده زیاته کړه چې د پلاوي غړي اوربند ته د رسېدو لپاره هڅې کوي.
ښاغلي ستانکزي د خپلو خبرو په دوام وویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکی پلاوی یو متحد او یو موټی راڅرګند شوی او د مذاکراتو د هر بهیر د پرمختګ لپاره اړینه ده چې د مذاکرې دواړه لوري انعطافمنونکي وي.
ده د مشرانو جرګې له غړو څخه د نظرونو شریکولو او ملاتړ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې دا به مذاکرهکوونکي پلاوي ته د ورسپارل شوې دندې په مخته وړلو کې د هغوی د کلکې ارادې د لاپیاوړي کولو لامل شي.
همدارنګه د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په دې ناسته کې وویل چې دغه وزارت د دولت د رهبرۍ له لارښوونې سره سم مشرانو جرګې ته په منظم ډول د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د راپور ورکولو زمینه برابروي.