د بلخ ولایت له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي مشورتي ناسته وشوه
د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشورتي ناستو په دوام نن د ملي مصالې عالي شورا د مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم په ګډون د مذاکرهکوونکي پلاوي او د بلخ ولایت د خلکو د بېلابېلو پاړکو تر منځ آنلاین ناسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت له لوري جوړه شوه.
د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي د غونډې په پیل کې وویل چې د افغانستان خلک په حساس پړاو کې دي او د حل یوازنۍ لاره سوله ده. ده وویل چې بې قید و شرطه سوله د افغانستان خلکو ته د منلو نه ده او هغه قیدونه او شرطونه چې خلکو مطرح کړي هغه اوربند او د شل کلنو لاستهراوړنو ساتنه، د جګړې د قربانیانو د حقونو دفاع او د وسلهوالو ځواکونو د منلشوو حقونو ساتنه ده. ده ټینګار وکړ چې که دغو شرطونو ته پام ونهشي، تېر تاریخ به تکرار شي.
د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په دې غونډه کې وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په سوله کې د فعالو جوړښتونو په لرلو سره په ټولنه کې د بېلابېلو پاړکو د وصل بستر دی. هغه تینګار وکړ چې دغه وزارت هڅه کوي بېلابېل پاړکي له مذاکرهکوونکي پلاوي سره وصل کړي تر څو خلک مخامخ له پرمختګونو خبر شي. هغه وویل هغه پوښتنې چې په دغو غونډو کې مطرح کېږي، را ټولېږي او بیا له مذاکرهکوونکي پلاوي او چارواکو سره شريکېږي.
د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم وویل چې چارواکي او په ټوله کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام باید وکولی شي اوسنی فرصت د بحران د حل لپاره وکاروي. د افغانستان خلک، د سیمې هېوادونه، د اسلامي نړۍ علما او ټول نړیوال د بحران د ختمېدو په خاطر یوه خوله شوي او له همدې امله باید په دغه وخت کې د خلکو خبرې ډېرې واورېدل شي.
د بلخ د ولايتي شورا مشر محمد افضل حدید له خلکو سره د مذاکرې د اړوندو اطلاعاتو د شریکېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې حکومت او د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي د سولې په بهیر کې د خلکو ملاتړ له ځان سره لري او د خبرو په جریان کې باید د افغانستان د خلکو د وروستیو کلونو لاستهراوړنې خوندي شي. هغه سوله د خلکو مهمه اړتیا وبلله خو په دغه بهیر کې یې پر لا ډېر انعطاف او صبر ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي خالد نور د سولې په مذاکره کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې مذاکرهکوونکی پلاوی مسؤولانه چلند کوي او هڅه شوې چې مذاکره د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي له لوري پرې نهشي؛ خو په عین حال کې د پلاوي غړي د خلکو د ارزښتونو او لاستهراوړنو پر ساتنه هم درېږي او په همدې دلیل خبرې ډېر وخت نيسي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې حبيبې سرابي وویل چې د قربانیانو د حقونو په اړه ستراتيژيک چلند وشي. آغلې سرابي ټینګار وکړ چې مذاکرهکوونکی پلاوی د خلکو د استازو په توګه د افغانستان د ټولو خلکو د حقونو دفاع کوي.
سید سعادت منصور نادري د خپلو خبرو په دوام د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو تر منځ اتحاد او اتفاق ته اشاره وکړه او ویې ویل چې هغوی د باعزته، دایمي او واقعي سولې راوستو ته کار کوي.
وروسته د بلخ خلکو خپلې اندېښنې او پوښتنې له مذاکرهکوونکي پلاوي سره شریکې کړې. د سولې او مذاکرې په بهیر کې د ښځو، ځوانانو، اقلیتونو او د جګړې د قربانیانو ګډون؛ اوربند، د ښځو حقونه، روان تاوتریخوالی او د مذاکرې د بهیر او تسهیل په مخ کې شته ننګونې هغه عمده موضوعات وو چې په اړه يې خبرې وشوې.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړي غلامفاروق مجروح ډاډ ورکړ چې په اتحاد، زغم او قوي ګامونو به مذاکره پر مخ یوسي. هغه ټینګار وکړ چې د پلاوي غړي په خپل ټول توان سره د خلکو د لاستهراوړنو، اسلامي جمهوري نظام، ملي اردو او پولیسو، د ښځو د حقونو او د بشري حقونو د تعمیم دفاع وکړي. هغه وویل چې په خبرو کې پر اوربند د بحث لپاره د پلاوي غړو په منظم ډول کار کړی. زموږ پلاوی مشخصه طرحه لري او پر عملي تدابیرو یې غور کړی.
ښاغلي مجروح دغه راز ټینګار وکړ چې د معلولیتلرونکو کسانو حقوق، حضور او رول د مذاکرو د بحث په اجنډا کې دی او هڅه کېږي چې د هغوی حقوق خوندي شي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي بل غړي جنرال ایوب انصاري وویل چې دوی په جدیت سره خبرو ته داخل شوي او د غونډو د طرزالعمل په اړه د هغه حساسیت ته په کتو پام کوي. هغه زیاته کړه چې له خلکو سره په مشوره پر مخ تللي او اجنډا ته له ننوتو سره به هم مشورو ته دوام ورکوي.
خالد نور د سولې د مذاکرې په اړه د ځونانانو د اندېښنو په ځواب کې وویل چې هر ډول هوکړه چې کېږي تر ډېره د ځوانانو پر ژوند اغېز کوي او له همدې امله يې د ننني افغانستان په اړه مقابل لوري ته وضاحت ورکړی. هه وویل چې موږ نه غواړو بېرته شاتګ وکړو او ځوان نسل هم دا نه غواړي.
له بلې خوا د ملي مصالحې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاءالرحمن سلیم وویل چې دغه شورا ژمنه ده چې د جګړې د قربانیانو لپاره به داسې رول په پام کې ونیول شي چې د دوی په شأن کې وي او دوی به له پامه ونهغورځول شي. هغه وویل چې د سولې د بهیر په اړه ملي اجماع شته او په افغانستان کې دننه هېڅ د سولې خلاف غږ نه دی پورته شوی اونه به پورته شي. هغه د خلکو له بېلابېلو پاړکو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړو مشورتي غونډې د دغې اجماع د پیاوړي کېدو لپاره ګټورې وبللې. هغه وویل چې پر سیمهيیزه اجماع برابرولو هم کار روان دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د قومونو او بنسټونو چارو د انسجام مرستیال عبدالخالق بالاکرزي د غونډې په پای کې وویل چې دا رنګ غونډې به دوام وکړي تر څو له خلکو سره د نظر د تبادلې او مشورو د تبادلې فرصت وي. هغه د سولې په چارو کې د دولت وزارت له چارواکو سره د خلکو د بېلابېلو پاړکو د وصل ټکی وباله او ویې ویل چې پر ولایتونو هم ټینګار کېږي.
په دې غونډه کې د سیمهييزو ارګانونو ادارې د حکومتولۍ سلاکار سمیع الله پیوند هم ګډون کړی و او د بلخ د ولایتي شورا، علماوو، د پوهنتون د استادانو، متنفذينو، د مدني ټولنې د استازو، د بيان آزادۍ د فعالانو، د ښځو د حقونو د مدافعانو، د سولې فعالانو او محصلینو په ګډون د بلخ د بېلابېلو پاړکو ۴۸ کسانو ګډون کړی و.