د ښځو د حقونو له فعالانو سره د مذاکرهکوونکي پلاوي د ښځینه غړو مشورتي او معلوماتي ناسته
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو فوزیې کوفي، حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ په یوه آنلاین ناسته کې ـ چې د سولې په چارو کې د دولت په وزارت کې وشوه ـ د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بشري حقونو او مدني ټولنې د بنسټونو چارو مرستیالې ډاکتر عالمې د ناستې په پیل کې له بېلابېلو پاړکو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د مشورتي ناستو د جوړېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مذاکراتو په بهیر کې د را شریکېدو لپاره د ښځو انسجام مهم دی.
په دې لیدنه کې د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې فوزیې کوفي په کابل کې د حضور پر مهال د مذاکرهکوونکي پلاوي پر پلانونو خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ چې د پلاوي غړي به په دې موده کې د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره وګوري تر څو د دوی نظرونه او افکار راټول کړي او له دغو پاړکو سره په مشوره به د مذاکراتو دویم دور ته چمتووالی ونیسي.
دې په دغه بهیر کې د ښځو د رول پر اهمیت ټينګار وکړ او ویې ویل چې د ښځو غږ به د افغانستان د سولې مذاکراتو ته مشروعیت ور وبښي.
د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې حبیبې سرابي په تېرو درېیو میاشتو کې د پلاوي د فعالیتونو او کړنو او د مذکراتو د کاري طرزالعمل د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدا راز آغلې سرابي د سولې په برخه کې د عامه افکارو بسیج مهم وباله، له ښځو او د ټولنې له نورو پاړکو یې وغوښتل چې د افغانستان د سولې مذاکراتو ملاتړ وکړي.
د مذاکرهکوونکي پلاوې غړې شریفې زرمتۍ وردګ هم د سولې بهیر د ملاتړ لپاره په ټول افغانستان کې د ښځو د بسیج غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ښځو واحد غږ رامنځته کېدل او د افغانستان د خلکو او مذاکرهکوونکي پلاوي یووالی به د بهیر د بریالي کېدو لامل شي.
بل پلو د ناستې ګډونوالو له مذاکرهکوونکي پلاوي سره خپلې پوښتنې او نظرونه شریک کړل.
ګډونوالو د اوربند پر لازموالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې اوربند باید د مذاکراتو په اجنډا کې د لومړیتوب په توګه ځای شي.