د امریکا متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو لیدنه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي یو شمېر غړو د امریکا متحدو ایالتونو له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د افغانستان د سولې لپاره د دغه هېواد له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په دوحه کې وکتل.
په دغه لیدنه کې د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي سید سعادت منصور نادري په تېرو کلونو کې له افغانستان څخه د متحدو ایالتونو د پرله‌پسې ملاتړ مننه وکړه. نوموړي د سولې له هوکړې وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو وویل چې د افغانستان خلک په هېواد کې د وروستیو دوو لسیزو لاسته‌راوړونو د ساتلو غوښتونکي دي.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو همدا راز وویل چې افغانانو ته د پنځو زرو بندیانو له خوشي کېدو وروسته د تاوتریخوالو زیاتوالی د منلو وړ نه‌دی او دا د دوحې له هوکړه‌لیک سره په ټکر کې بولي. دوی زیاته کړه چې خلک په هېواد کې د دایمي اوربند په هیله دي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د ناستې پر دوام وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه اسلام ناروا بللې او همدا راز دوام یې د نړیوالې ټولنې لپاره هم د منلو وړ نه‌دی.
په دغه لیدنه کې مایک پامپیو د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ ته په اشارې سره وویل چې تلپاتې سوله د دواړو هېوادونو ګډه موخه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره به د دغه هېواد ملاتړ دوامدار وي او همدا راز د افغانانو پر وړاندې اوږدمهاله ژمنې به پر خپل ځای وي.