د ناټو غړو هېوادونو له سفیرانو سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د ښځینه غړو آنلاین ناسته

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو فاطمې ګیلاني، فوزیې کوفي، حبیبې سرابي او شریفې زرمتۍ وردګ د ناټو له ملکي سفیر سټیفانو پونتیکورو، د پرېکنده ماموریت د قوماندانۍ له مرستیال تورنجنرال ګیلز هېل او د ناټو غړو ۱۵ هېوادونو له سفیرانو سره خبرې وکړې. 
دغه ناسته چې د ۱۳۹۹ کال د لړم میاشتې په ۱۵مه نېټه په آنلاین توګه وشوه، د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړي د سولې د مذاکراتو پیل د افغانستان د سولې په بهیر کې د عطف ټکی وباله او د مذاکراتو له بهیر څخه یې د اسلامي هېوادونو د علماوو ملاتړ د دغه بهیر د پرمختګ په برخه کې یو مثبت ګام وباله. 
په دغه ناسته کې د ناټو غړو هېوادونو سفیرانو د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوري پر یووالي او یو غږوالي او مذاکره‌کوونکي پلاوي او خلکو ترمنځ پر دوه ړاخیزو اړیکو ټینګار وکړ. هغوی زیاته کړه چې د سولې له بهیر او په ځانګړې توګه د افغانستان د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي. 
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو د مذاکراتو په جریان کې د هېوادونو د بې‌طرفانه چلند پر اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغې چارې د بهیر له مخته‌تګ سره مرسته کړې ده. 
هغوی زیاته کړه چې د پلاوي ټول غړي د بشري حقونو په ځانګړې توګه ښځو پر مسایلو ټینګار لري. همدا راز د سولې په چارو کې د دولت وزارت او مذاکره‌کوونکي پلاوي له‌خوا د شته میکانېزمونو له لارې د افغانستان له ښځو او اړوندو بنسټونو سره اړیکې جوړې شوې او په دغه بهیر کې د بېلابېلو پاړکو د ښځو ونډې ته زمینه برابره شوې ده. هغوی زیاته کړه چې دا بهیر دوام لري. 
له بلې خوا د پلاوي غړو د تاوتریخوالي د ډېروالي په اړه د خلکو اندېښنو ته په اشارې سره د کابل پوهنتون او کوثر روزنیز مرکز په شمول پر ملکي تأسیساتو برید د نه‌منلو وړ وبلل او د افغانستان د خلکو د بنسټیزې غوښتنې په توګه یې د اوربند د پلي کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ. 
د یادولو وړ ده چې په دغه ناسته کې د استرالیا، جرمني، ایټالیا، هسپانیې، سویډن، ترکیې، بریتانیا سفیرانو، د امریکا متحدو ایالتونو شارژدافیر او د کاناډا، چک، ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، هالنډ او ناروې هېوادونو مرستیال سفیرانو ګډون کړی و.