له شیخ یوسف القرضاوي سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړو لیدنه

a.zia

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړو مولوي عطاءالله لودین، مولوي عنایت‌الله بلیغ او محمد ناطقي د اسلامي نړۍ له ستر عالم شیخ یوسف القرضاوي سره وکتل. دوی د سولې، له امریکایانو سره د طالبانو د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان د شرایطو او په جګړه د افغانانو د هرې ورځې قربانۍ په اړه خبرې وکړې. 
شیخ یوسف القرضاوي وویل چې اسلام د وحدت او ورورولۍ دین دی او د مسلمانانو تر منځ جګړه ناروا ده. د اسلامي نړۍ علما په افغانستان کې د جګړې په اړه غمجن دي، ځکه د جګړې لوري مسلمانان دي. شیخ القرضاوي د افغانستان لپاره د سولې هیله وکړه او د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې د اعلامیې په تائید او هغې ته په اشارې سره یې ټولو لورو ته سپارښتنه وکړه چې له انعطاف کار واخلي او د سولې لپاره ګام واخلي.