په تېره اونۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي لیدنې

a.zia

په تېره اونۍ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس او یو شمېر غړو د لیدنو په لړۍ کې د قطر د ملي امنیت له سلاکار، د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي او په دوحه کې د کويټ له سفیر حفیظ محمد العجمي سره لیدنې وکړې.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د سولې په چارو کې د دولت له وزیر سید سعادت منصور نادري، د مذاکره‌کوونکي پلاوي له څلورو غړو او په دوحه کې د افغانستان له سفیر سره یوځای د قطر د ملي امنیت له سلاکار محمد بن احمد المسند سره وکتل.
په دې لیدنه کې د قطر د ملي امنیت سلاکار وویل، د مذاکراتو له کوربه‌توب څخه د قطر دولت موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو راتګ دی. ده د افغانستان د سولې مذاکراتو د ګټور مخته‌تګ لپاره همکارۍ ته چمتووالی څرګند کړ.
ښاغلي محمد بن احمد المسند د مذاکراتو په جریان کې د قطر له لوري د بې‌طرفۍ د اصل پر اختیار ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه هېواد دولت به د مذاکراتو په بهیر کې پر مطرح شوو مسایلو نظر څرګند نه‌کړي او د بهیر د دوام ملاتړ کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د قطر هېواد د دولت له لوري د افغانستان د سولې مذاکراتو د کوربه‌توب مننه وکړه او ویې ویل، موږ له کلک تعهد او کلکې ارادې سره د مذاکراتو لپاره قطر ته راغلي یو او په حوصلې سره به دغه بهیر مخ ته بوزو.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، د افغانستان خلک تمه لري چې د قطر دولت به د بهیر په اوږدو کې د انرژۍ د ساتلو او په مذاکراتو کې د مثبتې فضا لپاره همکار وي.
همدارنګه د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس محمد معصوم ستانکزي د سولې په چارو کې د دولت له وزیر، د مذاکره‌کوونکي پلاوي له درېیو نورو غړو او په دوحه کې د افغانستان له سفیر سره یوځای په امیري دیوان کې د قطر د لومړي وزیر له مرستیال شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني او د د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.
په دې لیدنه کې شیخ محمد بن عبدالرحمن آل‌ثاني د افغانستان د جګړې بهرنیو اړخونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، قطر د افغانستان د سولې مذاکراتو په بهیر کې مداخلې نه کولو ته ژمن دی او د بهیر د دوام لپاره به همکاري وکړي.
همدارنګه د قطر د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وویل چې موږ د هوکړو د تطبیق، بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې پوره ژمن یو، له دې ډلې ویلی شو چې له درېیو کلونو راهیسې مو د اقتصادي پراختیا د یوه فرصت په توګه له افغانستان سره د قطر د هوايي کرښو پر جوړولو کار پیل کړی.
محمد معصوم ستانکزي د قطر دولت له کوربه‌توبه مننه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پلاوی د مذاکراتو د مخته‌وړلو لپاره کلک تعهد لري او د دغه بهیر د دوام لپاره په حوصله او تدبیر کار کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس د بهیر په چټکېدو کې د قطر دولت پر اغېزناک رول او همدارنګه د سولې بهیر د مخته تګ لپاره د همغږیو پر ډېرولو ټینګار وکړ او ویې ویل، د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د مذاکراتو د بهیر په بریاليتوب کې مرسته وکړي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د رسمي لیدنو په لړ کې د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس، د سولې په چارو کې د جمهور رئیس ځانګړي استازي او د پلاوي پنځو غړو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په داسې حال کې وکتل چې د امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت شورا سلاکاره لیزا کرتز او په قطر کې د دغه هېواد سفیره آغلې مالي في هم ورسره وه.
په دې ناسته کې د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره د متحدو ایالتونو پر ژمنو او په افغانستان کې د هراړخیز اوربند د اړتیا په اړه خبرې وشوې. د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رئیس سولې ته د رسېدو لپاره د افغانانو پر پرېکنده اراده او کاري خپلواکۍ ټینګار وکړ، د مذاکراتو بهیر د مخته‌تګ لپاره یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ملاتړ مهم وباله.
بل پلو محمد معصوم ستانکزي د کويټ د امیر مرحوم شیخ صباح احمد جابر الصباح د وفات کېدو له امله د غم‌شریکۍ او همدردۍ لپاره د کويټ هېواد له سفیر ښاغلي حفیظ محمد العجمي سره په دوحه کې د دغه هېواد په سفارت کې وکتل او د تسلیت مراتب یې ورته وړاندې کړل.
په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه هم خبرې وشوې. د کويټ سفیر د سولې روانې هڅې وستایلې او ویې ویل چې مسلمانان باید په 21مه پېړۍ کې د اوسنۍ بشري ټولنې له واقعیتونو سره ځانونه عیار کړي. ده په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټينګښت لپاره د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د دریځ ملاتړ وکړ.