د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړو د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې له رئیس سره وکتل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي یو شمېر غړو نن چهارشنبه د قطر په پلازمېنې دوحه کې د اسلامي علماوو نړیوالې ټولنې له رئیس سره وکتل.
د دغې ټولنې مشر ښاغلي احمد الریسوني افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان د سولې مذاکراتو ته په اشارې سره وویل، موږ غواړو چې افغانستان د نړۍ او اسلامي هېوادونو په کچه د یوې غوره بېلګې په توګه وګورو. نوموړي هر ډول همکارۍ ته چمتووالی وښود او زیاته یې کړه چې د اسلامي علماوو نړيواله ټولنه په خپل ټول توان سره له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړو د افغانستان د سولې مذاکراتو پر روان بهیر رڼا واچوله او د افغانستان روان وضعیت یې د یادې ټولنې مشرانو ته تشرېح کړ. افغان پلاوي د اسلامي علماوو له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له خپل دریځ څخه پر استفادې دې د افغانستان د سولې له مذاکراتو څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي، تر څو ژر تر ژره اوربند وشي، افغان وژنه بنده او په افغانستان کې د وینې توییدو مخه ونیول شي.
د یادې ټولنې د دارالانشاء رئیس محترم علي محیالدین له افغانستان او افغانانو څخه خپل ۵۰ کلن شناخت ته په اشارې وویل، چې افغانستان د امام اعظم ابوحنیفه ټاټوبی دی او دغه ټولنه په بشپړه توګه له روانو مذاکراتو ملاتړ کوي.
د اسلامي علماوو نړیواله ټولنه په ۲۰۰۴ کال کې په قطر کې تاسیس شوې چې اوسمهال د نړۍ په ۹۳ هېوادونو کې استازولۍ لري او د نړۍ په کچه ۲۵۰ اسلامي بنسټونه ورسره ثبت دي. دغه ټولنه د اسلامي نړۍ په کچه د مرجعیت حیثیت لري چې د بېلابېلو هېوادونو مهم مسایل ورته راجع کېږي.