د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړي عبدالمتین بېک ژوندلیک

عبدالمتین بېک په سیاسي او ولسي چارو کې د جمهوري ریاست د عالي مقام ستر سلاکار دی. دغې دندې ته له راتګ وړاندې نوموړی د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د عمومي رئیس، د ملي امنیت عمومي ریاست د ولایتي مرستیال، د سیمهییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال او د کورنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه دنده کړې ده.
نوموړي په وروستیو کلونو کې د حکومت د ملکي او امنیتي برخو په رهبرۍ کې په حضور او د هېواد په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو په کاري تمرکز سره د افغانستان د ټولنې د بېلابېلوالي په اړه ژوره پېژندنه لري او د نظام د ستنو د پیاوړتیا په برخه کې یې د ملي پروګرامونو په جوړولو کې بنسټیز رول لرلی، چې له دې ډلې لاندې پروګرامونو ته اشاره کولی شو: د هېواد د ټولو ښارونو او ولسوالیو په کچه د ټاکنو په کړلو سره د سولې مشورتي لویې جرګې د سیمهییز اړخ مشري، په سیمهییزه کچه د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنو د کېدو لپاره د غوره زمینې برابرول، د اوربند او تاوتریخوالي د کموالي اونۍ مدیریت. د ټولنې په مدیریت کې د ټولو پاړکو په حضور د نوموړي باور لامل شوی چې په سیمهییزه حکومتولۍ کې ځوانان په پراخه کچه حضور ولري او همدا راز د ولایتونو د مشرتابه په کچه د ښځو پاموړ حضور (د ولایتونو مرستیالانې، ښاروالانې، ولسوالانې او په ولایتي کچه رئیسانې) ته اشاره کولی شو.
په سیمهییزه حکومتولۍ کې د بنسټیز بدلون د رامنځته کولو په برخه کې د نوموړي لاستهراوړنو چې له ډلې یې د سیمهییزو شوراګانو د قانون، د ښاروالیو د قانون او د سیمهییزې حکومتولۍ د پالیسۍ لیکلو او د لسګونو نورو مقررو او کړنلارو جوړول راځي او همدا راز د حکومت د سیمهییزو او مرکزي مسؤولانو ترمنځ په ملي کچه د لسګونو علمي سیمینارونو او کنفرانسونو په جوړولو ته اشاره کولی شو نوموړی د هېواد په کچه د سیمهییزې حکومتولۍ یو له ګوتو په شمېر متخصصینو ګرځولی.
د دندې پر مهال د نوموړي کارکړنې د حکومت د مشرتابه او د ټولنې د بېلابېلو برخو لهخوا د مډالونو او ستانلیکونو په ورکړې سره ستایل شوې دي.
عبدالمتين بېک په 1366 ه.ش کال کې په تخار ولایت کې نړۍ ته سترګې غړولې او د سیاسي علومو په برخه کې له ډهلي پوهنتون څخه د لېسانس او جواهر لعل نهرو پوهنتون څخه د ماسټرۍ سند لري.