د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي محمد رسول طالب ژوندلیک

a.zia
taleb

محمد رسول طالب په ټولنیزو او ولسي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار دی. ښاغلی طالب په ۱۳۳۲ کال کې د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې زیږېدلی. ده لېسه په همدې سیمه کې پای ته رسولې او بیا د کابل په طبي پوهنتون کې شامل شوی.
د ۱۳۵۷ کال د غوايي د ۷مې تر کودتا وروسته په ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو کې دوه ځله د کمونېستانو ډاروونکي زندان ته ولوېد او له دغه خطرناک ځایه روغ ووت. د جهاد، دیني او هېوادنۍ مبارزې دوران د هېواد وضعیت وښوراوه او دی یې هم د وسله‌وال جهاد او جګړې میدان ته کش کړ، څو کاله یې د غزني ولایت په بېلابېلو جبهو کې د سرښندونکو او مخلصو مجاهدینو تر څنګ تېر کړل.
ښاغلی طالب په ۱۳۶۶ کال کې له هېواده بهر ته کډوال شو او د پاکستان په پېښور کې یې د "نصر" سازمان جوړ کړ. ده د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند تر جوړېدو او په پېښور کې د دغه ګوند د دفتر تر پرانیستل کېدو وروسته تر ښاغلي حیات‌الله بلاغي وروسته د دغه دفتر مسؤولیت واخیست، بیا د وحدت ګوند د مرکزي شورا غړی شو او په پاکستان کې یې د دغه ګوند د بهرنیو اړیکو مسؤولیت پر غاړه شو.
ښاغلي طالب په یو شمېر هغو ناستو کې مستقیم او غیر مستقیم ګډون کړی چې په پېښور کې شوې دي او د هېواد پر برخه‌لیک یې مهمې اغېزې لرلې. له دې ډلې د راولپنډۍ مشورتي شورا جوړېدل او د مجاهدینو د حکومت تشکیل یادولی شو.
همدارنګه محمد رسول طالب د موقت حکومت د جوړېدو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان په هڅو کې چې ټاکل شوې وه د ډاکتر نجیب‌الله د حکومت پر ځای راشي، د مجاهدینو د رهبرانو په ناستو کې چې د اسلام‌آباد او مکې د تړونونو لامل شوې، په ۱۳۷۷ کال کې د طالبانو له جګپوړي پلاوي سره په مذاکراتو کې چې د ملګرو ملتونو سازمان او اسلامي هېوادونو د کنفرانس تر نظر لاندې وشول، او د پېښور د ګورنر هوس په ناسته کې چې د مجاهدینو د موقت حکومت د جوړېدو لامل شوه او مجاهدین کابل ته دننه شول؛ ګډون درلود.