د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړې حبیبې سرابي ژوندلیک

a.zia
sarabi

حبیبه سرابي د کابل پوهنتون له فارمسي پوهنځي فارغه ده. دا سیاستواله ده او د طالبانو تر دورې وروسته یې په افغانستان کې د اصلاحاتو راوستونکې (ریفارمرې) په توګه کار کړی.
آغلې سرابي د طالبانو په دوره کې د ښځو د حقونو د فعالې په توګه د ښوونې په برخه کې کار کړی او د پاکستان په کمپونو کې یې کډوالې نجونې او ښځې روزلې دي. له 2002 څخه تر 2004 کال پورې د ښځو چارو وزیره وه او په 2005 کال کې د لومړنۍ ښځینه والي په توګه د بامیانو والي وټاکل شوه. حبیبه سرابي په 2014 کال کې د مرستیالې په توګه د زلمي رسول له ټاکنیز ټکټ سره یوځای شوه او د ټاکنو په دغه دور کې تر ټولو پام وړ فعاله ښځه وه.
آغلې سرابي د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته د ملي یووالي حکومت له اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ښځو او ځوانانو په چارو کې د سلاکارې په توګه کار وکړ او بیا په 2016 کال کې د سولې د عالي شورا مرستیاله وټاکل شوه.
حبیبې سرابي د ښې حکومتولۍ او د نجونو د زده‌کړې په برخه کې د کار له امله په 2013 کال کې معتبره جایزه «Prestigious Ramon Magsaysay» وګټله. همدارنګه دې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د پرله‌پسې کار، جنسیتي برابرۍ او د ښځو پياوړي کولو ته د پاملرنې له امله په 2016 کال کې «N-Peace» جایزه ترلاسه کړه.
حبیبه سرابي دا مهال د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړې ده.