د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د غړې شریفې زرمتۍ ژوندلیک

شریفه زرمتۍ د محمدعمر لور ده چې د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې زیږېدلې ده. آغلې زرمتۍ ۵۲ کلنه ده او د استاد برهانالدین رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون له پښتو ادبیاتو فارغه ده.
آغلې زرمتۍ دا مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي غړې ده.
د آغلې زرمتۍ مخکېنۍ دندې په لاندې ډول دي:
•د بشري حقونو په چارو کې د جمهور رئیس سلاکاره
•د ټاکنو د خپلواک کمیسیون کمېشنره
•د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د پکتیا ولایت د خلکو استازې
•د ښځو چارو وزارت سلاکاره او ویانده
•د مدني بنسټونو او جنډر په برخه کې د ولسي جرګې سلاکاره
•د مشرانو جرګې د ښځو چارو، د مدني ټولنې د بنسټونو او اړیکو سلاکاره
•د شخړو د حل او له خلکو سره د اړیکو د خپلواک کمیسیون غړې
آغلې زرمتۍ د رسنیز کار مخینه لري. دې د انټرنیوز رادیويي پروګرامونو د ویاندې او خبریالې او په پروانه رادیو کې د خپرونو د چمتو کوونکې په توګه کار کړی؛ د رسنیو په انستېتیوت او د مدني ټولنې د بنسټونو د پالیسۍ په مرکز (IMPACS) کې یې فعالیت کړی؛ د سهار پهخیر او ماښام پهخیر افغانستان رادیويي خپرونو خبریاله او ویانده پاتې شوې؛ د افغانستان په ملي رادیو ـ تلویزیون کې ویانده او خبریاله وه؛ او له دویچوېلې (DW) رادیو سره یې هم د خبریالې په توګه کار کړی.
آغلې زرمتۍ د مدني ټولنې د بنسټونو د استازې په توګه په توکیو کنفرانس کې ګډون کړی. دا د افغانستان د دودیزې لویې جرګې غړې او د سولې د مشورتي لویې جرګې غړې او آسانوونکې ډلې غړې هم وه.
آغلې زرمتۍ د مدني ټولنې د بنسټونو د فدراسیون د مشورتي بورډ غړې، له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د افغانستان د مدني ټولنې د بنسټونو د اتحادیې (AFCAC)، د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو په بنسټ (FEFA) کې د ښځو د سیاسي حقونو د دفاع او ملاتړ د ډلې او د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې (NAI) د مشورتي بورډ د غړیتوب مخینه هم لري.