د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي محمد ناطقي ژوندلیک

a.zia
Nateqi

محمد ناطقي په ۱۳۳۳ کال کې د بامیانو ولایت په پنجاب ولسوالۍ کې زیږېدلی. لومړني درسونه یې په بامیانو ولایت کې لوستي دي. ښاغلي ناطقي په عراق کې د فلسفې، حقوقو او اسلامي فقهې په برخه کې لوړې زده‌کړې کړې دي. همدارنګه له آزاد اسلامي پوهنتون څخه د فلسفې او سیاست په برخه کې ماسټري لري. ده د ۱۳۵۷ کال د غوايي د ۷مې تر کودتاه وروسته له خپلو ۷ همکارانو سره یوځای «مستضعفین» سیاسي ډله جوړه کړه او په ۱۳۵۸ کال کې د «نصر» سازمان د رهبرۍ شورا غړی وټاکل شو. ورپسې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مرکزي شورا غړی او له هېواده بهر (په اروپا، عربي هېوادونو، ایران او پاکستان کې) د دغه ګوند سیاسي ویاند وټاکل شو.
ښاغلی ناطقي په ۱۹۹۷ کال کې د استاد برهان‌الدین رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت د سوداګرۍ وزیر وټاکل شو او د ۲۰۰۱ کال د بن تر ناستې پورې یې همدغه دنده اجرا کړه.
محمد ناطقي د ۲۰۰۱ کال په بن نړیوال کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند په استازیتوب او د شمال ټلوالې یعنې د افغانستان د اسلامي دولت د پلاوي د غړي په توګه د دغه کنفرانس اصلي غړی وټاکل شو او د بن کنفرانس ټول اسناد یې د اصلي غړي په توګه لاس‌لیک کړل. د بن تر کنفرانس وروسته د افغانستان د انتقالي حکومت پر مهال په سوېلي کوریا کې د افغانستان د لوی سفیر په توګه اګریمان ترلاسه کړ خو په سولي کوریا کې د سفارت د نه‌شتون له امله په لېبیا کې د افغانستان لوی سفیر شو او د افریقا د شمال په څو هېوادونو کې یې پنځه کاله د غیر مقیم سفیر په توګه هم دنده اجرا کړه. په لېبیا کې د نوموړي د ماموریت له امله غزنی ښار د اسلامي نړۍ فرهنګي پلازمېینه شوه. 
محمد ناطقي له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د بهرنیو چارو وزارت سلاکار و او د افریقا د شمال او عربي هېوادونو په برخه کې یې دنده اجرا کړه. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې د ملي یووالي حکومت پر هوکړه‌لیک د څار عالي کمیسیون د رئیس په توګه وګومارل شو.
محمد ناطقي دا مهال د سولې د مذاکره‌کوونکي پلاوي غړی او د ملي مصالحې عالي شورا ستر سلاکار دی. دی ګڼ تألیفات لري، په دې لړ کې یې «سال‌های تغییر» کتاب یادولی شو چې په دوو ټوکونو کې چاپ شوی.
محمد ناطقي لسګونه مقالې لیکلې او په تېرو کلونو کې یې له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره سلګونه مرکې کړې دي. دی په دري، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو خبرې کوي او له جرمني ژبې سره هم آشنايي لري.