د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي خالد نور ژوندلیک

a.zia
Khalid Noor

۲۵ کلن خالد نور د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي تر ټولو ځوان غړی دی چې د افغانستان د شمال په بلخ ولایت کې زیږېدلی دی.
دی د افغانستان د نامتو سیاستوال عطامحمد نور زوی دی چې په ټول افغانستان کې پراخه ولسي پېژندګلوي لري.
خالد نور د افغانستان د سولې مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړي په توګه تر ټاکل کېدو وړاندې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په شوو فعالیتونو کې فعال رول درلود او د افغانستان د سولې په اړه یې په ګڼو ناستو کې ګډون کړی.
ده له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د خلکو، په تېره د ځوان افغان نسل د استازي په توګه د خپلو هم‌نسلانو د استازیتوب لپاره بېلابېل فرصتونه لرلي دي. د ۲۰۱۹ کال په مې میاشت کې په مسکو کې د افغانستان د سیاسي رهبرانو او طالبانو د استازو تر منځ د سولې په خبرو کې حضور د دغو مهمو فرصتونو له ډلې یو هغه دی. 
د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې په قطر کې له طالبانو سره په بین‌الافغاني خبرو کې حضور د ده یوه بله تجربه شمېرل کېږي.
د دوحې ناسته د افغانستان د سولې لپاره د لارو چارو لټولو په برخه کې یوه مهمه ناسته وه. په دې ناسته کې د نولس‌کلنې جګړې د ختمولو په اړه له بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو پاړکو څخه د افغانستان د استازو او طالبانو تر منځ ډېرې خبرې وشوې چې د نورو استازو تر څنګ د خالد نور رول هم پام وړ و او د افغانستان په استازیتوب یې مهم او برخه‌لیک ټاکونکي موارد مطرح کړل.
ښاغلي نور د ۲۰۱۹ کال په جولای میاشت کې د افغانستان د یو شمېر سیاستوالو په حضور کې د پاکستان د سولې په کنفرانس کې هم ګډون وکړ. دغه ناسته له طالبانو سره د څه باندې دوو لسیزو جګړې د ختمولو او له دغې ډلې سره د سولې د هڅو ځواکمنولو لپاره بین‌الافغاني خبرو ته د لارې هوارولو او اسانولو په موخه وشوه. د دغې موخې لپاره مهم موارد ښاغلي نور مطرح کړل.
خالد نور د افغانستان په استازیتوب د ملګرو ملتونو سازمان د ځوانانو په کلني کنفرانس کې هم ګډون درلود.
ده په تېرو کلونو کې له ځوانانو، پوهنتون‌والو او د هېواد له بېلابېلو پاړکو سره پرله‌پسې لیدنې کړې او د سولې د هیلو په اړه یې بېلابېل لیدلوري راټول کړي تر څو وکولی شي د سولې په راتلونکو مذاکراتو کې د هېواد د وګړو، په تېره د ځوان نسل رسا غږ وي.
خالد نور د زده‌کړو دوره د بلخ ولایت په افغان – ترک ښوونځي کې بشپړه کړه. بیا یې د انګلستان هېواد په سنهرست شاهي پوځي اکاډمۍ او ورپسې د امریکا متحدو ایالتونو په جورج میسون پوهنتون کې د شخړو د تحلیل او حل په برخه کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې.
دی د مطالعې، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو او په خیریه او عام‌المنفعه فعالیتونو کې د ګډون لېوال دی. تر اوسه یې په معتبرو نړیوالو رسنیو کې «په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لارې» په سرلیکونو ګڼې مقالې خپرې شوې دي. خالد نور د نوي نسل زده‌کړې د یوه باثباته او امن افغانستان د لرلو لپاره اغېزناکه لاره ګڼي، له همدې امله یې د ښوونیزو شرایطو د ملاتړ او اسانولو په مبارزو کې د فعالیت او غړیتوب تر څنګ د «جهان نور» پوهنتون بنسټ هم اېښی.