د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکره‌کوونکي پلاوي د غړې فوزیې کوفي ژوندلیک

a.zia
Fawzia Kofi

فوزیه کوفي په ۱۳۵۴ کال کې د بدخشان ولایت په کوف‌آب ولسوالۍ کې په یوه سیاسي کورنۍ کې زیږېدلې ده.
دې د کابل پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو کې لېسانس کړی او په نړیوالو اړیکو او بشري حقونو کې یې د جېنوا ښار د ډيپلوماسۍ له پوهنتون څخه ماسټري ترلاسه کړې. دا پر دري، پښتو، انګلیسي او اردو ژبو برلاسې ده. 
آغلې کوفي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له زده‌کړو څخه محرومو نجونو ته کورنی ښوونځی جوړ کړ. بیا یې دوه کاله په نړیوالو مؤسسو کې دنده اجرا کړه. آغلې کوفي د ملګرو ملتونو سازمان په دفتر کې د ماشومانو د ملاتړ په برخه (یونیسف) کې شپږ کاله د ماشومانو د ملاتړ د برخې مسؤوله وه.
فوزیې کوفي د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د ولسي جرګې د مرستیالې او د بدخشان ولایت د خلکو د استازې په توګه فعالیت وکړ. دا د هېواد په تاریخ کې لومړنۍ مېرمن ده چې دغسې مقام یې ترلاسه کړی. د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې یې هم د ولسي جرګې د غړې او د ښځو چارو، بشري حقونو او مدني ټولنې کمیسیون د رئیسې په توګه کار کړی.
آغلې کوفي د افغانستان د ښځو د حقونو یوه فعاله څېره بلل کېږي او د ښځو او ماشومانو لپاره د ملاتړو قوانینو، په تېره له ښځو سره د تاوتریخوالي د منعې قانون او په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ قانون په تصویب کې یې فعال رول ادا کړی.
دا د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د افغانستان د ولسمشرۍ د یوه نوماند حنیف اتمر په ډله کې وه. «د افغانستان د بدلون څپه» په نامه د ګوند مشري پر غاړه لري او لومړنۍ ښځه ده چې په افغانستان کې یو سیاسي ګوند رهبري کوي.
آغلې کوفي د «نامه‌ها به دخترانم» کتاب لیکواله ده. دې د بشري حقونو او د ښځو حقونو د ملاتړ له امله ګڼې نړیوالې جایزې ترلاسه کړې دي.
آغلې کوفي د نړۍ د اقتصادي شورا له لوري «د نوو راټوکېدلو نړیوالو رهبرانو» لقب ترلاسه کړی؛ او همدارنګه له اتلانتیک شورا څخه یې د «۵۰ زړور فکره ښځو» لقب هم ترلاسه کړی.